د داعش د مصنوعي ټانکونو راز!
د عراق وسله وال پوځ چې د موصل د بېرته نیولو په موخه د داعش سره جنګیږي، داسې مصنوعی نظامي وسایل یې نیولي دي چې د حیرانتیا وړ دي.
609725
د عراق وسله وال پوځ چې د موصل د بېرته نیولو په موخه د داعش سره جنګیږي، داسې مصنوعی نظامي وسایل یې نیولي دي چې د حیرانتیا وړ دي.
داعشي ترهګرو د عراقي او ایتلافي ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو د مخنیوي او خطا کولو په موخه له کاغذونو او تختو جوړ مصنوعي ټانکونه، زغروال موټر او نورې وسلې جوړې کړې دي.
د موصل د ښار په مربوطاتو کې عراقي ځواکونو ددې موټرو او ټانکونو د جوړولو یو مرکز نیولی دی. ددې ځواکونو یو چارواکي څرګنده کړه چې له دې ټانکونو نه د ایتلافي ځواکونو په هوایي بمبارۍ د هدف د خطا کولو په موخه کار اخیستل شوی دی.