د سعودي عربستان د عسیر په ښار کې راکټي بریدونه وشول.
حوثي یاغیانو یو ځل بیا په سعودي عربستان راکټي بریدونه وکړل
608305
د سعودي عربستان د عسیر په ښار کې راکټي بریدونه وشول.
حوثي یاغیانو د یمن د خاورې نه د سعودي عربستان د عسیر په ښار راکټي بریدونه وکړل چې په پایله کې ۱۴ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د سعودي عربستان د عسیر ښار یو تن چارواکي محمد عبدالرحیم العاصي خبري رسنیو ته ویلي دي چې حوثي یاغیانو د یمن نه د عسیر ولایت د ظهران په سیمه راکټي بریدونه کړي چې په پایله کې ۱۴ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
هغه ویلي دي چې راکټونه په دریو کورونو لګیدلي دي .
د ویلو ده چې حوثي یاغیانو پدې وروستیو کې د یمن سره په پوله کې په پرتو د سعودي عربستان په ښارونو راکټي بریدونو ته زور ورکړی دی.
حوثي یاغیانو د تیرې یکشنبې او دوشنبو په ورځ هم په سعودي عربستان راکټي بریدونه کړي وو.