په عراق کې په ایراني زیارت کوونکو خونړی برید وشو
د عراق د سامارا په ښار کې لږ تر لږه ۱۰ تنه ایراني وګړي مړه او څه باندې سل تنه نور ټپیان شوي دي.
عراق د سامارا په ښار کې لږ تر لږه ۱۰ تنه ایراني وګړي مړه او څه باندې سل تنه نور ټپیان شوي دي.
د عراق د تکریت او سامارا په ښارونو کې په جلا جلا ځانمرګیو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۱ تنه مړه او په لسګونو تنه نور ټپیان شول.
د ایراني چارواکیو په وینا د سامارا په ځانمرګي برید کې ۱۰ تنه ایراني زیارت کوونکي مړه او څه باندې سل تنه نور ټپیان شوي دي.
د ایران د ایسنا خبري اژانس د حج او اوقافو د وزارت د یو تن چارواکي محمد جواد دانشیار له قوله لیکلي دي چې پرون د مازیګر په ناوخته ساعتونو کې د عراق د سامارا په ښار کې په ایراني زیارت کوونکو ځانمرګی برید وشو. په برید کې لږ تر لږه ۱۰ تنه ایراني زیارت کوونکي وژل شوي دي.
هغه ویلي دي چې د پيښې قربانیان د سیستان بلوچستان او هرمزګان د سیمې اوسیدونکي دي.
دانشیار ویلي دي چې پیښه هله رامنځته شوه چې ایراني زیارت کوونکي د سامارا په ښار کې د بسونو نه ښکته شوي چې په ناڅاپي ډول سره ځانمرګي برید کوونکي د امبولانس موټر سره د هغوې ترڅنګ چاودنه وکړه.
د هغه په وینا په پیښه کې لس تنه مړه او څه باندې سل تنه نور ټپیان شوي دي.
ایران عراق ته د زیارت کوونکو د استول بهیر درولی دی .
د بله پلوه پرون د عراق د تکریت په ښار کې هم د امبولانس پر مټ ځانمرګی برید وشو. پدې پیښه کې ۱۲ تنه مړه او ۲۲ تنه نورټپیان شول.