په سوریه کې د ایران د وسله والو ځواکونو یو تن جګپوړي قومندان ووژل شو.
په سوریه د ایران یو تن بل جګپوړي عسکري چارواکی ووژل شو
په سوریه کې د ایران د وسله والو ځواکونو یو تن جګپوړي قومندان ووژل شو.
د ایران د انقلاب ساتونکو ځواکونو یو تن جګپوړي قومندان د سوریې په جګړه کې ووژل شو.
د ایران د خبري رسنیو د خبر له مخې د ایران د انقلاب ساتونکو ځواکونو نامتو قومندان غلام رضا سمايي د سوریې په جګړه کې ژوند د لاسه ورکړ.
په خبر کې د غلام رضا سمايي د رتبې په اړه د څه ویلو نه ډډه شوې ده. د ویلو ده چې نوموړی د انقلاب ساتونکو ځواکونو د جګپوړو قومندانانو نه یو وو.
د ویلو ده چې دا ندي ویل شوي چې ایراني قومندان د سوریې په کوم ښار کې وژل شوی دی.
ایران په سوریه کې د تیرو پنځو کلونو راهیسې په روانه جګړه کې یو زیات شمیر عسکر او جګپوړي قومندانان د لاسه ورکړي دي.
ایران په سوریه کې د بشار اسد د رژیم تر ټولو د قوي ملاتړ کوونکو هیوادونو په سر کې قرار لري.
د ایران د انقلاب ساتونکو ځواکونه په سوریه کې د اسد د رژیم سره اوږه په اوږه د مخالفینو پر خلاف جګړه کوي.
سره ددې چې ایران دا ادعاګانې ردوي خو تر اوسه پورې په سوریه کې د ایران څو تنو جنرالانو ژوند د لاسه ورکړی دی .