د قطر پخوانی امیر ومړ
د قطر پخوانی امیر د ۸۴ کلونو په عمر ومړ
د قطر پخوانی امیر خلیفه بن احمد الثاني د ۸۴ کلونو په عمر ومړ.
په قطر کې د پخواني امیر د مړینې له امله درې ورځې ملي ماتم اعلان شو.
د قطر د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې د قطر د امیر شیخ تمیم نیکه پخوانی امیر خلیفه بن احمد الثاني د ۸۴ په عمر ددې نړۍ نه سترګې پټې کړې.
په خبر کې راغلي دي چې د قطر د امیر عالي دیوان د پخواني امیر د مړینې له امله په هیواد کې ۳ ورځې ملي ماتم اعلان کړ.
خلیفه بن احمد الثاني څوک دی؟
خلیفه بن احمد الثاني په ۱۹۳۲ کال کې زیږیدلی دی. خلیفه بن احمد الثاني په ۱۹۶۰ کال کې د ولیهد شهزاده په توګه اعلان شو. خلیفه بن احمد الثاني د قطر د خپلواکۍ نه پنځه کاله وروسته د ۱۹۷۲ کال د فبروري په میاشت کې د امیر په توګه وټاکل شو.
د ویلو ده چې د خلیفه بن احمد الثاني د مشرۍ په دوره کې په قطر کې د پام وړ اصلاحات رامنځته شول. همداشان په ۱۹۹۱ کال کې د هغه د مشرۍ پر مهال د هیواد په شمال کې د نړۍ په کچه تر ټول لوی د طبعي ګازو زیرمه کشف او راویستل شوه.
هغه د قطر د پرمختګ او ودې په برخه کې نه سټري کیدونکی هلې ځلې کړي دي.
خلیفه بن احمد الثاني په ۱۹۹۵ کال کې د هغه د زوی حمد بن حلیفه الثاني لخوا د ترسره شوې سپینې کودتا په پایله کې له واکه ګوښه کړې شو. نوموړی د یو رسمي سفر په ترڅ کې سویس ته تللی وو چې له واکه لرې کړی شو.
هغه د ۲۰۰۴ کاله پورې د هیواد نه بهر ژوند وکړ او په ۲۰۰۴ کال کې د خپل زوی سره د پخلاینې نه وروسته هیواد ته راستون شو.