داعش ترهګرې ډلې د عراق په شمال کې د کوردي پیشمرګه ځواکونو مهم قومندان وواژه.
داعش ترهګرې ډلې د موصل د عملیات د مخې د نیولو په خاطر ځانمرګیو بریدونو ته زور ورته کړی دی
داعش ترهګرې ډلې د عراق په شمال کې د کوردي پیشمرګه ځواکونو مهم قومندان وواژه.
جنرال مصطفی کوران د عراق په شمال کې د سیمه ایزې ادارې د پیشمرګه ځواکونو د مهمو قومندانانو نه وو چې تیره ورځ د داعش ترهګرې ډلې لخوا د پیشمرګه ځواکونو په یو مرکز په ترسره شوي ځانمرګي برید کې ووژل شو.
د پیشمرګه ځواکونو یو تن افسر سروان شیرزاد زاخولي د اناتولیا خبري اژانس ته وویل چې جنرال مصطفی کوران د موصل ښار په لمنو کې د بعشیقه په سیمه کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا په ترسره شوي ځانمرګي برید کې ژوند د لاسه ورکړ.
هغه وویل چې پیشمرګه ځواکونو په سیمه کې د داعش یو زیات شمیر ځانمرګي بریدونه شنډ کړل خو یو يي پدې وتوانید چې د ددوی په مرکز برید وکړي.
د بله پلوه امریکا متحده ایالتونو د ترلاسه کړو استخباراتو له مخې ویلي دي چې داعش په موصل ښار او شاوخوا کې په سلګونو موټرې د ځانمرګیو بریدونو په موخه اماده کړي دي. همداشان داعش په پام کې لري چې په بریدونو کې د بې پیلوټه الوتکو نه هم کار واخلي.
د ویلو ده چې تیره ورځ پیشمرګه ځواکونو د داعش یوه بې پیلوته الوتکه هم چې د برید په موخه اوچته شوې وه وویشتله.