روسيه په سوريه كې په رسمي توګه تلپاتې شوه.

د روسي ولسشمر ولاديمير پوتين نن هغه تړون تاييد كړ چې له مخې يې په سوريه كې د روسيې د بحري ځواكونو لپاره دايمي هډه جوړيږي.

589831
روسيه په سوريه كې په رسمي توګه تلپاتې شوه.

 

 

پدې ډول روسي الوتكې، سرتيري او جنګي بېړۍ به په سوريه كې د تل لپاره مېشتې شي. پوتين ددې تړون په تاييدولو سره په سوريه كې خپل نظامي حضور د تل لپاره ګرنټي كړ.

دا تړون د تېر اګست په مياشت كې  د روسيې – سوريې د اړوندو لوړپوړو چارواكو ترمېنځ لاسليك شوى وو چې د روسيې د پارلمان لخوا هم تاييد او د ولسمشر ولاديمير پوتين لخوا توشيح شو.

د تړون له مخې د حميميم د نظامي هډې په بدل كې به روسيه سوريې ته هېڅ ډول بدل او پېسې نه وركوي. د هډې ټول لګښتونه به د روسيې پر غاړه وي او ټول هغه وسايل او نظامي تجهيزات به د ګمركي ماليې معاف وي چې دې هډې ته راوړل كيږي. پدې هډه كې په دندې بوخت پرسونل او كورنۍ  به يې د قضايي مصونيت نه برخمنې وي. په سوريه كې به د روسي ځواكونو او كورنيو پر وړاندې د دعوا اقامه نه كيږي.


پيوندونه: #پوتين , #سوريه , #روسيه

اړوند خبرونه