په سوریه کې د بشار اسد رژیم یو ځل بیا د ملکي وګړو قتل عام ترسره کړ.
د اسد رژیم د خپلو هیوادوالو وژنې ته دوام ورکوي
په سوریه کې د بشار اسد رژیم یو ځل بیا د ملکي وګړو قتل عام ترسره کړ.
په سوریه کې د بشار اسد اړوند جنګي الوتکو د هیواد په شمال کې په حلب ښار کې په ملکي استوګنځایونو د هوايي بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۵۶ تنه مړه او ۲۲۰ تنه نور ټپیان کړل.
په حلب کې د ملکي خوندیتوب د ادارې چارواکي نجیب انصاري د اناتولیا خبري آژانس ته وویل چې د بشار اسد او روسیې اړوند جنګي الوتکو د حلب د بوستان القصر او مشد قلعې په سیمو کې په ملکي استوګنځایونو درانده هوايي بریدونه وکړل.
هغه وویل چې د لومړنیو شمیرو له مخې پدې بریدونو کې لږ تر لږه ۵۶ تنه مړه او څه باندې ۲۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د وژل شوو کسانو ډیری ښځې او ماشومان دي.
هغه زیاته کړه چې د بمباریو په پایله کې په لسګونو کورونه ویجاړ شوي دي چې یو زیات شمیر کسان د چپه شوو ودانیو لاندې ایسار شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د چپه شوو ودانیو لاندې نه د خلکو د ژغورنې چارې دوام لري خو امکانات ډیر محدود دي.
هغه وویل چې د بمبارۍ په پایله کې په سیمه کې ډیری ودانۍ په کنډوالو بدلې شوي دي.
هغه وویل چې د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه جدي اندیښنې شتون لري.
د پیښې ټپیان په صحرايي روغتونونو کې د درملنې لاندې نیول شوي دي.
د یادولو وړ ده چې اسد رژيم او روسي ځواکونو تیره ورځ هم په حلب درانده هوايي بریدونه کړي وو چې په پایله کې ۸۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو او څه باندې ۲۰۰ تنه نور ټپیان شوي وو.
د ویلو ده چې د اسد رژیم لخوا د حلب د ښار محاصره دوام لري.