داعش  ترهګرې ډلې  په عراق کې په امنیتي‌ ځواکونو  خونړي  بریدونه وکړل.

داعش په عراقي‌ پولیسو خونړي بریدونه وکړل

576238
داعش  ترهګرې ډلې  په عراق کې په امنیتي‌ ځواکونو  خونړي  بریدونه  وکړل.

داعش  ترهګرې ډلې  په عراق کې په امنیتي‌ ځواکونو  خونړي  بریدونه  وکړل.

داعش ترهګرې ډلې  د عراق د صلاح الدین په ښار کې  په پولیسو د خونړي‌ برید سره ۱۲ تنه پولیس مړه  او ۲۳ تنه نور ټپیان کړل.

د عراق د کورنیو چارو د وزارت یو تن چارواکي‌ ډګروال ګازوان الجبوري‌ د اناتولیا  خبري‌ اژانس ته وویل چې   د صلاح الدین  ښار  د بیجي‌ په ولسوالۍ  کې  د پولیسو  په مرکز  برید وکړ چې وروسته نښته پیل شوه . پدې  برید او نښته کې  ۴ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ  او یو تن د داعش ترهګر هم  له منځه یوړل شو.

همداشان  نوموړو  ترهګرو  د تکریت  په ښار کې  د الاقواس  د پولیسو په مرکز د موټر پر مټ  برید وکړ چې په پایله کې  ۸ تنه پولیس مړه  او ۲۳ تنه نور ټپیان شول.

هغه وویل چې  ددې خونړي‌ برید نه وروسته په تکریت  ښار کې  ګرځبند  اعلان شو.

د بله پلوه  په صلاح الدین ښار کې  د داعش ترهګرې  ډلې  د تصفیې په خاطر پراخه عملیات دوام لري. 

داعش ترهګرې ډلې  پدې  وروستیو کې په عراق او سوریه کې  ګڼ شمیر سیمې  د لاسه ورکړې  او د پام وړ ځاني‌ زیانونه يي ولیدل. 


پيوندونه: #عراق , #داعش , #بریدونه

اړوند خبرونه