په سوریه کې د بشار اسد ځواکونو  په مرستو بار کاروان هوايي برید وکړ.

بشار اسد ځواکونو دا ځل د سور صلیب په مرستو بار کاروان هوايي بریدونه وکړل

573242
په سوریه کې د بشار اسد ځواکونو  په مرستو بار کاروان هوايي برید وکړ.

 په سوریه کې د بشار اسد ځواکونو  په مرستو بار کاروان هوايي برید وکړ.

په سوریه کې د بشار اسد اړوند جنګي چورلکو  په مرستو بار کاروان  چې  د مخالفیو تر کنټرول لاندې سیمو ته يي  مرستې  وړې  بیلري  بمونو برید وکړ.

په برید کې  لږ تر لږه  ۲۰ لارۍ  په کامله توګه له منځه تللي او نږدې  شل تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .

د اسد ځواکونو  پداسې حال کې په مرستو بار کاروان بریدونه وکړل چې  لنډه موده  مخکې  د اوربند د پایته رسیدو نه خبر ورکړی  وو.

د اسد اړوند جنګي چورلکو  د حلب ښار د کفرهمرا  په سیمه کې  په مرستو بار کاروان بریدونه کړي دي.

د سیمې یو تن مدني  فعال  د اناتولیا خبري اژانس ته ویلي دي چې  د بشاراسد اړوند جنګي چورلکو  د سرې میاشتې   د مرستو په کاروان  بریدونه وکړل.

هغه ویلي دي چې په برید کې  ۲۰ لارۍ  د مرستو سره  په کامله توګه  لمنځه تللي دي.

هغه ویلي دي چې پيښه هله رامنځته شوه چې  په مرستو بار کاروان د حلب د لویدیځې سیمې نه  چې د اسد د ځواکونو تر کنټرول لاندې ده  د مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو ته  د تیریدو په حال کې وې.

هغه ویلي دي چې  د اسد جنګي چورلکو په یاد شوي کاروان  دوه بیلري بمونو بریدونه وکړل.



اړوند خبرونه