د تونس د نوي حكومت احتمالي ستونزې

د تونس په هېواد كې چې د عربي پسرلي په پايله كې د يواځيني ديموكراتيك نظام خاوند دى سياسي او اقتصادي ستونزې د هرې ورځې په تېرېدلو سره مخ په زياتېدو دي.

573917
د تونس د نوي حكومت احتمالي ستونزې

 

 

د تونس په هېواد كې چې د عربي پسرلي په پايله كې د يواځيني ديموكراتيك نظام خاوند دى سياسي او اقتصادي ستونزې د هرې ورځې په تېرېدلو سره مخ په زياتېدو دي. پدې درشل كې د عربي پسرلي راهيسې ۷م حكومت هم په دنده پيل وكړ. دا حكومت چې د يوسف شاهد په مشرۍ پارلمان ته د اعتماد د رايې د ترلاسه كولو په موخه معرفي شوى وو، د ۲۲ منفي رايو په مقابل كې د ۱۲۷ مثبتو رايو په ترلاسه كولو سره په دندې پيل وكړ. تر دې وړاندې د حبيب الصيد په مشرۍ د تيكنوكراتانو حكومت ونشو كولاى چې په ۱۸ مياشتو كې روانو اقتصادي ستونزو ته د حل لاره ومومي. د همدې امله د پارلمان لخوا يې د اعتماد رايه سلب شوه.

د شاهد په مشرۍ د نوي حكومت تر ټولو مهمه ځانګړتيا د ملي يووالي په نظر كې نيول دي. د ملي يووالي دا حكومت ددې هېواد په تاريخ كې د ټولنې ټولې خواوې په نظر كې نيول شوي دي. كه څه هم د تونس په پارلمان كې د ندا تونس ګوند او د النهضه ګوند اكثريت په لاس كې لري او په آسانۍ سره كولاى شي چې د ايتلافي حكومت لپاره د اعتماد رايه وركړي خو د شاهد په مشرۍ د حكومت وزيران بيا د ټولنې د ټولو غړو استازيتوب كوي. ددې اصلي لامل په تونس كې د شتو ستونزو لپاره د راډيكالو حل لارو د رامنځته كولو په موخه د ټولنيز مطابقت ترلاسه كول دي.

سربېره پر  دې د نوي حكومت وزيران نسبتاً ځوانان دي او ۸ تنه غړې يې هم ښځې دي.

لومړي وزير شاهد د اعتماد د رايې د ترلاسه كولو نه وړاندې پارلمان ته د خپلې وينا په ترڅ كې په لاندېنو موضوعاتو باندې ټينګار وكړ.

-  شفافيت او د تونس ولس ته د حساب وركولو د اړتيا درلودل.

- د اوسني كړكېچ نه د وتلو په موخه د راډيكالو اقتصادي او امنيتي پرېكړو د ترسره كولو  وړتيا

 - ددې تدابيرو د نيولو په موخه په هېواد كې د سياسي ثبات لپاره هلې ځلې كول.

-  د ۲۰۱۱م كال د انقلاب د ديموكراتيكو ارمانونو د پوره كولو لپاره هلې ځلې وې.

په نوې كابينه كې د پخواني حكومت د دفاع، كورنيو چارو او بهرنيو چارو د وزارتونو پوستونه پخوانيو وزيرانو ته بېرته وركړل شوي دي. دا په دې معنى ده چې پخواني حكومت په امنيتي سكتور كې يو لړ لاسته راوړنې درلودلې. ددې سره سره د هېواد په بېوزلو سيمو كې د القاعدې د ترهګرې ډلې سيمه ايزو څانګو امنيتي ځواكونو ته جدي ګواښونه رامنځته كړي دي. په هېواد كې د تاوتريخوالي لړۍ هم دوام لري. كه څه هم تونس شاوخوا ۱۱ نيم ميليونه نفوس لري خو د شمالي افريقا په سيمه كې د داعش ترهګرې ډلې سره تر ټولو زيات جنګيالي له همدې هېواده يو ځاى شوي دي.

د تونس اقتصاد تر ډېره حده توريزم پورې تړلى دى. په ۲۰۱۱م كال كې په هېواد كې د عربي پسرلي نه وروسته رامنځته شوى تاوتريخوالى ددې سبب شوى دى چې د توريزم سكتور ته سخت زيان ورسيږي. همداراز د اروپايي ټولنې او د پېسو د نړيوال صندوق سره اقتصادي پروتوكولونه د هېواد پاره ځانګړى اهميت لري. ددې پروتوكولونو له مخې تونس دې ته اړ دى چې د دولتي لګښتونو چارې لږې كړي او اقتصادي او مالي اصلاحات رامنځته كړي. ددې تدابيرو او اصلاحاتو نه د هېواد بېوزله او متوسطه طبقه ډېره اغېزمنيږي. دا پدې معنى ده چې په هېواد كې د بېكارۍ سطحه لوړيږي او خلك په لاريونونو او عصيان باندې پيل كوي.

كه څه هم د پېسو نړيوال صندوق له تونس سره د ۲،۵ ميليادرو ډالرو قرضې او د امريكا متحدو ايالتونو د ۵۰۰ ميليونو ډالرو قرضې مرسته كړې ده خو په هېواد كې د ځوان نفوس د بېكارۍ د سطحې د نه راټيټيدلو په پايله كې به ځوانان راډيكاليزم ته زياته مخه كړي. پدې ډول به په هېواد كې سياسي او امنيتي ثبات هم خطر زيات شي.

 

 


پيوندونه: #تونس

اړوند خبرونه