امریکا متحده ایالتونو په سوریه کې د مخالفو ډلو مشران ووژل .
امریکا جنګي الوتکو د سوري مخالفینو د مشرانو په غونډه برید وکړ
امریکا متحده ایالتونو په سوریه کې د مخالفو ډلو مشران ووژل .
د امریکا جنګي الوتکو د سوریې د حلب په ښار کې د سوري مخالفو ډلو د مشرانو په غونډې هوايي برید وکړ. په برید کې د الفتح الشام د ډلې نظامي مشر ابو عمر السراکیب او د فتح د اردو عسکري مشر حمصیه ووژل.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې سوري مخالفو ډلو د اسد د رژیم لخوا د دویم ځل لپاره د حلب ښار د محاصره کولو نه وروسته د محاصرې د ماتولو په مسلې د خبرو کولو په خاطر غونډه وکړه.
د امریکا متحده ایالتونو جنګي الوتکو بیا د سوري مخالفینو پدې غونډه هوايي بریدونه وکړ چې په پایله کې د الفتح الشام او فتح د اردو عسکري مشران او ګڼ شمیر نور جنګیالي ووژل شول.
د سوري مخالفینو لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې امریکا د النصره ډلې چې څو میاشتې مخکې د القاعدې سره خپلې ټولې اړیکې پرې کړې او د ډلې نوم يي د الفتح الشام په نامه بدل کړ او ځینو نورو ډلو د مشرانو په غونډه هوايي برید وکړ.
په برید کې د الفتح شام د ډلې عسکري مشر ابو عمر السراکیب او د فتحې د ډلې عسکري مشر ابو حجر حمصیه ژوند د لاسه ورکړ.
ویل کیږي پدې غونډه کې د حلب د محاصرې د ماتولو په پلان چې د دویم ځل لپاره د اسد د رژیم لخوا محاصره شوې وه خبرې کیدې.
د الفتح شام ډله په حلب کې د اسد د مخالفو ډلو نه تر ټولو قوي او غښتلې ډله ده.