د عراق د دفاع وزیر له دندې ګوښه شو.
د عراق ولسي جرګې د دفاع وزیر نه د باور رای واخیسته
د عراق د دفاع وزیر له دندې ګوښه شو.
د عراق ولسي جرګې د دفاع وزیر خالد العبیدي نه د باور رای واخیسته او له دندې ګوښه کړ.
د عراق د دولتي تلویزیون د خبر له مخې د دفاع وزیر خالد العبیدي د ولسي جرګې لخوا استیضاح شوی وو.
په ولسي جرګه کې د دفاع وزیر د استیضاح په غونډه کې چې ۲۶۲ تنو وکیلانو ګډون کړی وو رای اچونه وشوه چې د دفاع وزیر د ۱۴۲ رایو په ترلاسه کولو سره ونه توانید چې د باور رای ترلاسه کړي.
د ویلو ده چې ددینه وړاندې هم د دفاع وزیر د استیضاح غوښتنه شوې وه خو په د ولسي جرګې په عمومي مجلس کې د نصاب د نه پوره کیدو له امله دا مسله ځنډول شوې وه.
د عراق د دفاع وزیر العبیدي د دندې د ګوښه کیدو نه وروسته د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې « دادی عراق دې حالت ته د رارسیدو اصلي مسولینو بری ترلاسه کړ. د عراق د پوځ او ملت ته بښنه غواړم. د پوځ په لیکو کې مې د درغلیو او اداري فساد د لمنځه وړو په خاطر پراخه مبارزه پیل کړې وه چې ځیني برخې ترینه ناراحته وې. په فساد او درغلیو د ککړو او د هغوې د ملاتړ کوونکي لا قوي او غږ يي لا اوچت دی. د عراق د پوځ د عسکر په توګه به خپلې دندې ته دوام ورکړي. هغه په ولسي جرګه کې د ټولو هغه وکیلانو نه چې ددینه ملاتړ کړی دی د زړه له کومې مننه وکړه.
د یادولو وړ ده چې د عراق ولسي جرګه د کابینې د یو یو وزیر د استیضاح او د هغوې نه د باور رایې د بیرته اخیستو صلاحیت لري.
د عراق ولسي جرګه چې ۳۲۸ تنه غړي لري یو وزیر د بارو د رایې د ترلاسه کولو په خاطر باید لږ لږه د ۱۶۵ وکیلانو رای ترلاسه کړي.
د عراق د دفاع وزیر پداسې یو حساس وخت کې له دندې ګوښه شو چې عراقي ځواکونه د داعش ترهګرې ډلې د تصفیې په عملیاتو بوخت ديد عراق د دفاع وزیر له دندې ګوښه شو.