په سعودي عربستان د توغندي برید له امله لږ تر لږه ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د یمن د خاورې نه په سعودي عربستان د توغندي برید وشو
553339
په سعودي عربستان د توغندي برید له امله لږ تر لږه ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د یمن نه د سعودي عربستان د نجران په ښار د توغندي برید وشو.
د سعودي عربستان د نجران ښار چارواکیو په وینا د یمن له لورې په نوموړي ښار د راتوغول شوي توغندي په پایله کې ۷ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړ.
د ښار یو تن چارواکي علي الشهراني خبري رسنیو ته ویلي دي چې د یمن له لورې د سعودي عربستان د نجران په ښار د توغندي برید وشو. په برید کې ۴ تنو د سعودي او ۳ تنو بهرنیو وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.
هغه ویلي دي چې توغندی د نجران ښار د صنعي پارکونو په سیمه کې لګیدلی دی. پدې پیښه کې د ځاني زیانونو سربیره د پام وړ مالي زیانونه هم رامنځته شوي دي.
د برید مسولیت چا په غاړه اخیستی ندی خو داسې ګمان کیږي چې د حوثي یاغیانو لخوا شوی وي.