په عراق کې دا ځل په یو زیارت د قتل عام په څیر بریدونه وشول.
په عراق د اختر پدې مبارکه ورځ کې قتل عام وشو
په عراق کې دا ځل په یو زیات د قتل عام په څیر بریدونه وشول.
د عراق د صلاح الدین په ښار کې د شیعه امامانو په زیارت ۳ غبرګ ځانمرګي بریدونه وشول.
د عراق د امنیتي سرچینو د خبر له مخې بریدونه د صلاح الدین د بلد په ولسوالۍ کې د شیعه ګانو د لسم امام علي الهادي د زوی سید محمد په مزار او زیارت شوی دی .
په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۶۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د بله پلوه د نوموړو بریدونو نه وروسته د عراق شیعه مشر مقتدا الصدر د سولې د غندونو په نامه خپل ملیشه ځواکونه سیمې ته استولي دي.
نوموړي خپلو ځواکونو ته په سیمه کې د امنیت د ټینګولو امر کړی دی .
د ویلو ده چې د روانې اوونۍ په دننه کې دا دویم ځل دی چې په عراق کې خونړي بریدونه کیږي.
د تیرې خالي ورځې د شپې په نا وخته ساعتونو کې په پلازمینه بغداد کې د الکراده په سیمه کې په بازار کې په ملکي وګړو خونړي بریدونه وشول چې له امله يي لږ تر لږه ۲۵۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
دا برید په عراق د امریکا د یرغل نه وروسته ترسره شوی تر ټولو خونړی برید وو.
پدې برید کې په سلګونو تنه ټپیان شوي وو. د برید مسولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی وو.
د نني برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی خو ګمان کیږي چې دا هم د داعش ترهګرې ډلې لخوا شوی وي.