د داعش په نامه د خپلې مور وژنه

دوه ورورنو خپله مور له دې امله ووژله چې د داعش سره يې د دوى د يو ځاى كېدو مخالفت كولو.

524801
د داعش په نامه د خپلې مور وژنه

 

 

په سعودي عربستان كې  د جون د مياشتې په ۲۴مه نېټه دوه غبرګونكو ورونو چې د داعش د ترهګرې ډلې سره يې د يو ځاى كېدو هيله لرله، خپله مور ووژله او پلار او يو كوچنى ورور يې سخت ټپيان كړل.

په داسې هېواد كې چې مشرانو ته درناوى كول د ټولنې د اصلي عناصرو نه شمېرل كيږي د اولاد لخوا د مور وژل او د پلار ټپي كول د هغې ايډيولوژۍ زيږنده ده چې اوسمهال منځنى ختيځ ورسره لاس او ګرېوان دى.

د سعودي عربستان د كورنيو چارو د وزارت وياند جنرال منصور التركي د رويټرز خبري آژانس ته وويل چې `` د لومړنيو معلوماتو په اساس غبرګونكو ورونو د تكفيري ايډيولوژۍ لارويان دي. د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

د بله پلوه د سعودي د رسنيو د معلوماتو په اساس شلن كلنو غبرګونكو ورونو خالد او صالح الاورني چې له جنايته وروسته يمن ته د تېښتې پر مهال د امنيتي ځواكونو لخوا نيول شوي دي اوس د پوليسو سره بنديان دي.

ويل كيږي دواړو كوښښ كولو چې خپله ټوله كورنۍ ووژني خو يواځې د خپلې ۶۷ كلنې مور په وژلو بريالي شوي دي. ۷۳ كلن پالر او بل ۲۲ كلن ورور يې سخت ټپيان كړي چې اوسمهال په روغتون كې دي.

ويل كيږي چې دوى غوښتل چې د داعش سره يو ځاى شي خو د مور په ګډون كورنۍ يې مخالفت كولو.

د تېر كال راهيسې دا ۶مه پېښه ده چې د اروپكو لخوا د خپلو كورنيو غړي په كې وژل كيږي. 

ددې پېښو تر ټولو مشهوره يې د جنورۍ په مياشت كې پېښه شوې ده. د سوريې د رقه په ښار كې په يو زړه بوږنوونكي اقدام كې يو ځوان خپله مور په عام محضر كې ددې امله ووژله چې هغه يې د داعش د ډلې سره د يو ځاى كېدو نه منعه كولو.



اړوند خبرونه