داعش ترهګرې ډلې ته ستر ګوزار ورکړ شو
د داعش ترهګرې ډلې د عسکري فعالیتونو مشر ووژل شو
داعش ترهګرې ډلې ته یو بل ستر ګوزار ورکړ شو. په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې د موصل د ښار د عسکري فعالیتونو مسول ووژل شو.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نوموړی د نړۍوالو ایتلافي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی دی .
د عراق په شمال کې د سیمه ایزې ادارې امنیتي اژانس په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې د اصلي هډې د موصل ښار عسکري مسول بسام سینا د نړۍوالو ایتلافي ځواکونو په عملیات کې ووژل شو.
د عراق په شمال کې د سیمه ایزې ادارې امنیتي اژانس په رسمي ویبپاڼه کې د خپور شوي خبر له مخې نړۍوالې ټولنې ددوې لخوا د برابر شوو استخباراتو په رڼا کې په موصل کې د داعش د عسکري فعالیتونو په مشر هوايي بریدونه وکړل. په نوموړو بریدونو کې د داعش د عسکري فعالیتونو مشر په ګډون ګڼ شمیر ترهګر ووژل شول.
د ویلو ده چې د روان میلادي کال د پیل راهیسې په سوریه او عراق کې د داعش ترهګرې ډلې یو زیات شمیر مشران په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.
د نوموړي مرګ به داعش ترهګره ډله د لوی ضعف سره مخامخ کړي .