حماس ډلې او د فلسطین خلکو د ولسمشر اردوغان او ترکیې د خلکو نه مننه وکړه
حماس : ترکیې د فلسطین د دعوا په لاره کې قرباني ورکړې چې مننه ترینه کوو
د حماس ډلې د غزې د خلکو سره د مرستې او ملاتړ له امله د ولسمشر رجب طیب اردوغان او ترک ملت نه مننه وکړه.
د حماس لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې ترکیې د غزې په خلکو د لګول شوې محاصرې د ماتولو په لاره کې قرباني وکړه او نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړې . د غزې او فلسطین د دعوا په اړه د ترکیې د دریځ او د فلسطین د خلکو سره د مرستې او ملاتړ له امله د ترکیې نه مننه کوو.
په څرګندونو کې راغلي دي چې د یرغلګرو پر مقابل کې به د حماس په دریځ کې بدلون رانشي . د حماس یواځنۍ موخه د فلسطین په خاوره روان یرغل هر څه ژر پایته رسیدل او د ملي حقونو ترلاسه کول دي.
په څرګندونو کې د ترکیې نه د غزې او فلسطین د خلکو سره د مرستو د دوام او د لګیدلې محاصرې د په کامله توګه د لمنځه تلو غوښتنه شوې ده .
په څرګندونو کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې د یرغلګرو صهونیستانو لخوا د فلسطین د خلکو او مسجدالاقصی پر وړاندې د روان خصمانه دریځ او چلند د پایته رسولو په خاطر باید لا زیاتې هلې ځلې وشي.
په څرګندونو کې راغلي دي چې د حماس او د فلسطین ټول خلک د فلسطین د دعوا په خاطر د ماوي مرمرې د پیښې شهیدان او ټپیان په درناوي سره یادوو او د میړانه او اتل ترک ملت نه د ورکړي قربانۍ له امله منندوی یو.
د بله پلوه د فلسطین لومړي وزیر ریاض المالکي د فلسطین غږ راډیو سره په مرکه کې د ترکیې او اسراییلو ترمنځه د اړیکو د نورمالیدو د مسلې نه هر کلی وکړ.
هغه ویلي دي چې پدې برخه کې د ترکیې غوښتنې پر ځای شوې او بری د ترکیې په برخه شو.
همداشان د امریکا متحده ایالتونو هم د ترکیې او اسراییلو ترمنځه د اړیکو د نورمالیدو اړوند د پرمختګونو نه تود هر کلی کړی دی .
د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي دي چې ولسمشر باراک اوباما د ترکیې او اسراییلو ترمنځه یو ځل بیا د ډیپلوماتیکو اړیکو د ټینګیدو له امله خوښي څرګنده کړې ده . امریکا ویلي دي چې په سیمه کې د دوو نږدې متفقو هیوادونو ترمنځه د اړیکو د نورمالیدو نه د یو مهم ګام په توګه یادونه کوو او ددې سره به په مدیترانه کې د نوو همکاریو زمینه برابره شي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بیا ویلي دي چې د ترکیې او اسراییلو ترمنځه د اړیکو نورمالیدل د سیمې د استقرار او ثبات له پلوه ځانګړې اهمیت لري.