ترکیې داعش ډلې ته ستر ګوزار ورکړ
د ترکیې وسله والو ځواکونو په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې چې په ترکیې د راکټي بریدونو هوډ درلود په مرکزونو او قرارګاه ګانو درانده بریدونه وکړل.
د ترکیې وسله والو ځواکونو په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې چې په ترکیې د راکټي بریدونو هوډ درلود په مرکزونو او قرارګاه ګانو درانده بریدونه وکړل.
د ترکیې لوی درستیزوالۍ لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې په مرکزونو او قرارګاه ګانو د ترسره شوو هوايي او مځکنیو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۳۱ تنه داعشیان وژل شوي او ګن شمیر نور ټپیان شوي دي.
په څرګندونو کې راغلي دي چې د هیواد وسله والو ځواکونو په سوریه کې د داعش په مرکزونو پداسې حال کې بریدونه وکړل چې په ترکیې د نوو راکټي بریدونو لپاره تیاري نیوله. د ترلاسه شوو استخباراتو نه سمدلاسه وروسته په سوریه کې د داعش په مرکزونو او قرارګاه ګانو د توپخانې بریدونه ترسره شول.
په څرګندونو کې راغلي دي چې د ترکیې وسله والو ځواکونو د مځکې د لارې او نړۍوال ایتلافي ځواکونو د هوا له لارې د داعش په مرکزونو بریدونه کړي دي.
نړۍوالو ایتلافي ځواکونو په سوریه کې د داعش په مرکزونو ۹ جلا جلا بریدونه وکړل.
د نوموړو بریدونو په پایله کې ۳۱ تنه داعشیان وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي. همداشان پدې بریدونو کې د داعش اړوند ۶ دفاعي موضع ګانې ، ۳ قرارګاه ګانې، د وسله او مهماتو ډیپوګان ، پنځه موټرې چې راکټونه پرې نصب وو او درې د هاوان موضعګانې له منځه وړل شوي دي.