په عراق کې د قتل عام په څیر وسله وال برید وشو
د عراق د صلاح الدین ښار د بلد په ولسوالۍ کې په ملکې وګړو د قتل عام په څیر برید وشو
د عراق د صلاح الدین ښار اړوند بلد په ولسوالۍ کې په یوې کافي خونې د وسله وال برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۳ تنه ووژل شول.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې دریو تنو وسله والو کسانو د بلد په شیعه میشته ولسوالۍ کې په یوې کافي خوني ډزې وکړې . په پيښه کې ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۲۳ تنه نور ټپیان شول.
په عراق کې پدې پدې وروستیو کې امنیتي ستونزې د هر وخت په پرتله لوړې کچې ته رسیدلي دي.
تیره ورځ په بغداد کې د پولیسو په پوستې د موټر پر مټ برید وشو ګڼ شمیر پولیسو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.
د تیرې چارشنبې په ورځ به بغداد کې په دریو جلا جلا ځانمرګیو بریدونو کې لږ تر لږه ۹۸ تنه مړه او په سلګونو تنه نور ټپیان شول. د بریدونو مسولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیستل.
په عراق کې پداسې حال کې دا بریدونه رامنځته کیږي چې د شیعه مشر مقتدا الصدر پلویان د حکومت پر خلاف مظاهرو ته دوام وکوي.