په سوریه کې د اسد د رژیم لخوا د ملکي وګړو قتل عام دوام لري
په حلب کې د یوې اوونۍ په دننه کې ۲۴۴ تنه ملکي وګړي وژل شوي او په سلګونو تنه نور ټپیان شوي دي
په سوریه کې د اسد رژیم د حلب په ښار بریدونو ته دوام ورکوي. په حلب ښار د یوې اوونې راهیسې په روانو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۴۴ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی او په سلګونو تنه نور ټپیان شوي دي.
په سیمه کې د ملکي دفاعي کمیټې غړیو خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن هم په حلب بریدونه ترسره شوي چې د مرګ ژوبلې په اړه يي لا تر اوسه پورې معلومات په لاس کې نشته.
ویل کیږي نني بریدونه د مخالفینو په سیمو شوي دي .
د بله پلوه د ظوهیر الشماله په نامه یو تن ځايي خبریال د الجزیرې خبري اژانس سره په ټیلیفوني مرکه کې ویلي دي چې د اسد رژیم د حلب د ښار د بوستان القصر، زبیده، انصاري، جازماتي او قلاسه په سیمو بمباریو ته دوام ورکوي.
د بله پلوه په سوریه کې د بشري حقونو نه د څار سازمان چې مرکز يي په لندن کې دی ویلي دي چې د تیرې یوې اوونۍ په دننه کې په حلب د ترسره شوو بریدونو په پایله کې ۲۴۴ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی چې ۴۳ تنه يي ماشومان او ۲۷ تنه يي ښځې دي. دې سازمان ویلي دي چې دا مرګ ژوبله د اپریل د ۲۲مې نیټې نه راپدیخوا ترسره شوې ده .
یواځې د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې په حلب د ترسره شوو بمباریو په پایله کې ۴۴ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د سیمې ځايي خبریالانو نړۍوالو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د حلب ښار د بریدونو نه وروسته تش تور شوی دی. کوڅې تشې تورې دي. د سیمې خلک په خپلو ماتو ویجاړو کورونو کې د پټیدو نه بل څه نلري. د بمباریو او جګړو له امله څوک د کور نه وتلی نشي. ډیری خلک یواځې د سهار په وختي ساعتونو کې د ډوډۍ او اوبو د اخیستو په خاطر بهر وځي او په چټکۍ سره بیرته خپلو کورونو ته ستنیږي. په سیمه کې په سلګونو ودانۍ او موټرې ویجاړې شوي دي.
خلک د ښار نه وتلی هم نشي ځکه چې ټولې عمومي لارې د جګړې په اصلي کرښو بدلې شوي دي. په حلب کې ډیری روغتونونه او صحي مرکزونه په بمباریو کې له منځه وړل شوي دي .
د اسد رژیم جنګي الوتکو دا څوم ځل دی چې په سیمه کې په روغتونونو بریدونه کوي. د تیرې اوونۍ په پیل کې په حلب کې په روغتون د بریدو په پایله کې ۵۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.
په سیمه کې د القدس روغتون کې د بې پولو ډاکټرانو لخوا چلول کیږي په تیرو بریدونو کې ۱۴ تنو پرسونل د لاسه ورکړی دی .
ویل کیږي په حلب کې یواځې د یو څو کوچني کلینکونه چې ابتدايي روغتیايی خدمات وړاندې کوي فعالیت کوي.