سعودي عربستان د بحر الاحمر د پاسه پل جوړوي
سعودي عربستان او مصر د بحرالاحمر د پاسه د یو پل د جوړولو سره د یو بل سره نخلول کیږي.
467762
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز چې د رسمي سفر په ترڅ کې مصر ته تللی دی وویل ً د بحرالاحمر د پاسه د یو پل د جوړولو سره به سعودي عربستان او مصر سره ونخلول شي. ً
هغه وویل چې دا پل به د دوو متفقو هیوادونو ترمنځه د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا سره د پام وړ مرسته وکړي.
د ویلو ده چې ددینه وړاندې هم د بحر الاحمر د پاسه د پل د جوړولو نه یادونه شوې وه خو د امنیتي اندیښنو له امله دا پروژه ځنډول شوې وه.
سعودي چارواکیو د نوموړي پل په جوړولو د ۳ نه تر ۴ میلیاردو ډالرو پورې د لګښت اټکل کړی دی .