د مصري الوتكې د تښتولو جالب لامل

نن سهار د مصر د هوايي كرښو اړوند يوه مسافر وړونكې الوتكه چې ددې هېواد د سكندريې له ښاره د پلازمېنې قاهرې پر لور روانه وه، وتښتول شوه او جنوبي قبري د يوناني ادارې د لاناكا په هوايي ډګر كې مجبورې ناستې ته اړه شوه.

460554
د مصري الوتكې د تښتولو جالب لامل

د الوتكې تښتونكى د مصر له هېواده ابراهيم سمه نوميږي. لومړي په خپلو پوښتنو كې ويلي دي چې الوتكه يې د خپلې قبرسۍ پخوانۍ مېرمن سره د ليدلو په موخه تښتولې ده.

د سكاى نيوز د خبر په اساس سمه غوښتل چې الوتكه استانبول ته يوسي خو د پيلوټ لخوا د سون د موادو د كمښت د خبرداري له امله په قبرس كې ښكته شوې ده.

تښتونكي نن سهار په ځايي وخت په ۸ بجو او ۳۰ دقيقو پيلوټ د چاودېدونكو موادو په چاودولو وګواښلو چې ۲۰ دقيقې وروسته يې الوتكه قبرس ته ورسوله.

په الوتكه كې ۵۵ مسافرين او ۷ ته كاركوونكي سپاره ول. په الوتكه كې ۱۸ بهرني مسافرين هم سپاره ول چې ۱۰ يې امريكايان او ۸ يې انګليسان ول. د الوتكې د پيلوټانو او كار كوونكو پرته ټول مسافرين خوشې شوي دي.

د تښتونې لامل

د خبري رسنيو د معلوماتو په اساس ابراهيم سمه الوتكه د خپلې پخوانۍ قبرسۍ مېرمن د ليدلو لپاره تښتولې ده. ويل كيږي چې پخوانۍ مېرمن يې په قبرس كې ژوند كوي او د نوموړي سره يې ليدلي دي. ابراهيم همداراز له قبرسه د پناه غوښتنه هم كړې ده.

د قبرس د يوناني ادارې مشر په خبري غونډه كې وويل چې د الوتكې تښتونه يو ترهګري عمل نه بلكې د ` ښځې سره د مينې` له امله ترسره شوې ده. نوموړي زياته كړه چې ` دا كارونه تل د يوې ښځې پورې اړه لري.`



اړوند خبرونه