د دوبۍ د پوليسو د معاون او د نتنياهو تربوري!

د دوبۍ د پوليسو معاون: نتنياهو زما د تره زوى دى!

457274
د دوبۍ د پوليسو د معاون او د نتنياهو تربوري!



د دوبۍ د پوليسو د تشكيلاتو معاون ضاحي خلفان په يو بې ساري ليكلي پيغام كې د عربانو او اسراييليانو ترمېنځ يووالي ته په اشارې سره وويل چې نتنياهو زما د تره زوى دى!

د العالم خبري شبكه چې په عربي ژبه خپرونې لري په دې اړه ليكلي دي چې ضاحي خلفان د خپل رسمي ټويټر حساب له لارې د يهودوانو او اسراييلو نه په قدردانۍ سره يادونه وكړه او زياته يې كړه چې `` نبايد يهودان خپل دښمنان وبولو. بايد يهودانو ته د هغو تربورانو په سترګه وګورو چې د ځمكې پر سر يې يو بل سره لانجه ده. پدې ډول هر څوك چې د قناعت وړ دلايل وړاندې كړي هماغه به ځمكه ترلاسه كړي. ``

خلفان په خپلو پيغامونو كې وليكل چې `` زما وړانديز دا دى چې د فلسطين دولت دې جوړ نه شي او ددې پر ځاى دې فلسطيني عربان د اسراييلو په دولت كې مدغم شي. ۷۰ كاله وروسته به د اسراييلو ۷۵سلنه نفوس عربان وي. په دې ډول به د يهودانو سره په ابدي سوله كې ژوند وكړو. دا ځكه چې د فلسطين په څېر د يو دولت رامنځته كېدل په حقيقت كې د هغو ناكامو او بې كاره عربي دولتونو په شمېره كې به يو بل هم زيات شي چې اوس يې هم شمېره كمه نه ده. پرېږدۍ چې عربان د يهودانو تر حاكميت لاندې په مشترك دولت كې ژوند وكړي. ۷۰ كاله وروسته به هر څه د عربانو شي او همداراز دوى به د يهودانو نه ډېر څه زده كړي.``

د دوبۍ د پوليسو معاون د خپل دې دريځ په دوام كې وليكل چې `` د واحد دولت لاندې د يهودانو سره د عربانو د يو ځاى كېدو پرته بل ښه پلان نشته دى. كه چېرې اوس سره يو ځاى شي نو د ځمكې پر سر به د خداى قدرت د دوى سره وي. مالي قدرت، فكري قدرت او هغه قدرت چې په اساس به يې د بشري ټولنې خوښي رامنځته شي. كه چېرې يهودان نه واى نو تاسې به بانكي سيستم نه درلود. نن ورځ يهودان د نړۍ د اقتصادي سيستم رګونه دي. ``

ضاحي خلفان په پاى كې عربانو ته په خطاب كې وويل چې `` ايې عربانو! هېڅكله به پدې ونه توانېږئ چې اسراييلو له پښو وغورځوئ. دا بايد ومنئ چې د اسراييلو يوه برخه شئ. حتى امريكا هم غواړي چې د اسراييلو سره نږدې شي. ولې په منځني ختيځ كې د خپلو دښمنانو پر وړاندې د يهودانو سره يو ځاى نشو؟``

د دوبۍ د پوليسو د معاون دې څرګندونو په لنډ وخت كې د ټويټر د يو زيات شمېر كاروونكو غبرګونونه راوپارول.



اړوند خبرونه