په سوریه کې په پنځه کلنې کورنۍ جګړه کې ۴۷۰ زرو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په سوریه کې د پنځه کلنې جګړې له امله د رامنځته شوو ځاني او مالي زیانونو په اړه راپور خپور شو

451780
په سوریه کې په پنځه کلنې کورنۍ جګړه کې ۴۷۰ زرو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په سوریه کې د کورنۍ جګړې نه پنځه کاله پوره شول.

په سوریه کې کورنۍ جګړه لومړی د ۲۰۱۱ کال د مارچ په ۱۵ نیټه لومړی د درعا په ښار کې د حکومت پر خلاف د مظاهرو د پيلیدو سره سره پیل شوه. د ویلو ده چې دا مظاهرې په تلو تلو کې د اسد د رژیم، مخالفو ډلو ، القاعدې د څانګې النصرا جبهې، داعش او وای پي جي ترهګرو ډلو ترمنځه په کورنۍ جګړې بدلې شوې. ملګروملتونو سازمان د اټکلونو له مخې په سوریه کې د کورنۍ جګړې د پيل راهیسې لږ تر لږه ۲۵۰ زرو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی خو په سوریه کې د سیاسي څيړونو مرکز د قبروري په لسمه نیټه د یو راپور په خپرولو سره د سوریې په روانې کورنۍ جګړه کې د مړو شمیره ۴۷۰ زره تنه ښودلې ده . پدې راپور کې ویل شوي دي چې څه باندې ۵ میلیونه تنو د سوریې وګړي د ترکیې، لبنان، مصر، عراق په څیر ګاونډیو هیوادونو ته کډه شوي دي.

یواځې ترکیه د ۲ عشاریه ۷ میلیونو تنو سوري کډوالو کوربه توب کوي چې تر ټولو ډیر سوري کډوال په ترکیه کې میشت دي.

پدې راپور کې په سوریه کې ملکي وګړي د چا لخوا څومره وژل شوي دي په لاندې ډول بیان شوي دي.

د اسد رژیم ځواکونو د ۹۵ عشاریه ۰۶ سلنه ملکي وګړي وژلي دي. د اسد ځواکونو ۱۸۳ زره او ۱۴ تنه ملکي وګړي په قتل رسولي دي.

وسله والو مخالفو ډلو بیا ۱ عشاریه ۴۸ سلنه ملکي وګړي په قتل رسولي دي. مخالفو ډلو ۲۸۴۶ تنه ملکي وګړي وژلي دي.

نامعلومو ډلو ۱ عشاریه یو سلنه ملکي وګړي په قتل رسولي دي. نامعلومو ډلو ۲۰۱۷ تنه ملکي وګړي وژلي دي.

داعش ترهګرې ډلې بیا یو عشاریه ۰۳ ملکي وګړي په قتل رسولي دي. داعش ترهګرې ډلې ۱۹۸۹ تنه ملکي وګړي په قتل رسولي دي.

د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو بیا ۰ عشاریه ۷۸ سلنه ملکي وګړي وژلي دي. امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د هوايي بریدونو په پایله کې ۱۹۸۹ تنه وژلي دي.

روسي ځواکونو بیا په سوریه کې صفر عشاریه ۲۱ سلنه ملکي وګړي وژلي دي. روسي ځواکونو په سوریه کې ۱۵۰۷ تنه ملکي وګړي په قتل رسولي دي.

د وای پي جي ډلې : صفر عشاریه ۱۸ سلنه . ۴۰۳ تنه ملکي وګړي په قتل رسولي دي.

د النصرا جبهې : صفر عشاریه ۱۶ سلنه . ۳۵۴ تنه ملکي وګړي په قتل رسولي دي.

د ویلو ده چې په سوریه کې د ۲۰۱۱ کال د مارچ په میاشت کې د کورنۍ جګړې د پیلدو راهیسې ۸۱۳ زره تنه کډوال په اروپا کې د کډوالۍ غوښتنه کړې ده . همداشان په زرګونو تنه سوري کډوال اروپايي هیوادونو ته د تلو په حال کې دي . نن ورځ د سوري کډوالو مسله د کډوالو په یو نړۍوال بحران د بدلیدو په حال کې ده چې د همدې امله د سوریې روانې کشالې او ستونزې ته د مناسبې حل لارې موندل هم ضروري او اړین دي.

په سوریه کې د سیاست د څیړنیز مرکز لخوا د فبروري په میاشت کې د خپور شوي راپور له مخې په سوریه کې د کورنۍ جګړې پر مهال د وژل شوو ۴۷۰ زرو تنو نه يي ۴۰۰ زره تنه په بریدونو کې او ۷۰ زره تنه نور د ولګې ، ناروغیو او نورو ستونزو له امله وژل شوي دي.

په سوریه کې ۱عشاریه ۹ میلیونه تنه ټپیان شوي دي.

د ویلو ده چې په ۲۰۱۵ کال کې د سوریې د نفوس ۴۵ سلنه کډوال شوي دي. نن ورځ ۱ عشاریه ۷ میلیونه تنه سوري وګړي په کمپونو او ټولنیزو مرکزونو کې ژوند کوي.

په سوریه کې ۴۵ عشاریه ۲ سنله ماشومان د تعلیم د نعمت نه محروم شوي دي. په سوریه کې د هر څلورو ښوونځیو نه یو په کامله توګه له منځه تللی دی او یا د نورو موخو په خاطر ترینه کار اخیستل کیږي.

په سوریه کې په ۲۰۱۰ کال کې په اوسط ډول سره د عمر کچه ۷۰ کاله وه چې په ۲۰۱۵ کال کې بیا د عمر کچه ۵۵ عشاریه ۴ ته راښکته شوې ده .

په سوریه کې ۱۳ عشاریه ۸ میلیونه تنو خپلې دندې د لاسه ورکړي دي. د هرو دریو کورنیو نه یوه په پورونو کې ډوبه ده. په نوموړي هیواد کې فقر ۸۵ سلنه لوړ شوی دی او د نفوس ۶۹ عشاریه ۳ سلنه په بې وزلې او فقر کې ژوند کوي.

د کورنۍ جګړې له امله سوریې ته ۲۵۵ میلیارده ډالره مادي زیان اوښتی دی.



اړوند خبرونه