پر ايران باندې د فلسطين نيوكه

فلسطيني چاوراكو پر ايران تور ولګولو چې ددې هېواد په `كورنيو چارو كې مداخله كوي.``

440983
پر ايران باندې د فلسطين نيوكه


فلسطيني چاوراكو پر ايران تور ولګولو چې ددې هېواد په `كورنيو چارو كې مداخله كوي.``

د فلسطين د حكومت لخوا په ترسره شوو څرګندونو كې راغلي دي چې د `` بيت المقدس په انتفاضه كې`` كې د اسراييلو لخوا د وژل شوو فلسطينيانو د كورنيو سره د مرستې د ترسره كولو طرزالعمل د دوى په كورنيو چارو كې مداخله ده.

ايراني چارواكو پرېكړه كړې وه چې د اسراييلو لخوا د وژل شوو فلسطينيانو سره په ايران كې د `الشهيد`` د ټولنې له لارې چې په مستقيم ډول ددې هېواد د دولت پورې اړه لري مرسته وكړي.

د فلسطين د ولسمشرۍ وياند نبيل ابو ردينه په دې اړه وويل چې د ايران دا مرستې بايد د الفتح د سازمان له لارې چې د فلسطيني اتلانو او د دوى د كورنيو سره د مرستو د سمبالتيا ځانګړې اداره لري، ترسره شي. دا اداره د شهيدانو او اسيرانو د رياست په نامه ياديږي او ټولې مرستې ددې لارې د كورنيو سره ترسره كيږي.

ابو ردينه زياته كړه چې د ايران د مرستو په اړه ددې هېواد د چارواكو څرګندونې د منلو وړ نه دي. دا څرګندونې د نړيوالو قوانينو خلاف عمل دى.



اړوند خبرونه