د امريكا - ايران ترمېنځ تاريخي جوړجاړى

ترڅ كې پر نوموړي هېواد لګېدلي بنديزونه لرې شول او د محبوسينو د تبادلې په اړه پروتوكول عملي شو.

423602
د امريكا - ايران ترمېنځ تاريخي جوړجاړى

د ايران او أمريكا د متحدو ايالتونو ترمېنځ پرون د يو تاريخي اقدام په ترڅ كې پر نوموړي هېواد لګېدلي بنديزونه لرې شول او د محبوسينو د تبادلې په اړه پروتوكول عملي شو.

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د اتريش په پلازمېنه ويانا كې د خپل امريكايي سيال جان كيري سره د ليدنې نه وروسته وويل چې `` له ننه وروسته به پر ايران باندې لګېدلي بنديزونه لرې شي. همداراز ايران به هغه څلور تنه امريكايي هېوادوال چې ددې هېواد په زندانونو كې بنديان دي، خوشې كړي.``
د خوشې شوو كسانو ترمېنځ د واشنګټن پوسټ د ورځپاڼې خبريال جېسن رضايان هم شامل دى چې تېر كال په ايران كې أمريكا ته د جاسوسۍ په تور نيول شوى وو. د ايران لخوا خوشې شوي نور امريكايي هېوادوال بيا امير حكمتي، نصرت الله خسروي او سعيد عابديني دي چې د بېلابېلو جرمونو په تور د إيراني مقاماتو لخوا نيول شوي ول.
ويل كيږي چې امريكايي چارواكي به هم د هېواد په زندانونو كې ۷ تنه إيراني هېوادوال خوشې كړي.
ايران د إسلامي انقلاب نه وروسته دا لومړى ځل دى چې د أمريكا سره دومره نږدې اړيكې ټينګوي. شنونكي وايي چې دا نږدېوالى به د سيمه ايز په برخه كې هم پراخه اغېزه ولري.



اړوند خبرونه