د روسيې د ګازو پر ځاى د عراق ګاز

په داسې حال كې چې د تركيې – روسيې ترمېنځ اړيكې ترينګلي دي د عراق د كردانو سيمه ايزې ادارې تركيې ته د طبعي ګازو د صادرولو په موخه د يوې نل ليكې د جوړولو خبر وركړ.

408806
د روسيې د ګازو پر ځاى د عراق ګاز


په داسې حال كې چې د تركيې – روسيې ترمېنځ اړيكې ترينګلي دي د عراق د كردانو سيمه ايزې ادارې تركيې ته د طبعي ګازو د صادرولو په موخه د يوې نل ليكې د جوړولو خبر وركړ.
د كردانو د سيمه ايزې ادارې د پارلمان د انرژۍ د كمېسيون ريس شېركو جودت څرګنده كړه چې په ۲۰۱۷م كال كې به تركيې ته د ګازو يوه نل ليكه وغځول شي او يو كال وروسته په ۲۰۱۸م كال كې په د ګازو صادرات پيل شي.
جودت د اناتوليا خبري آژانس سره په مركه كې وويل چې كه څه هم روسيه د تركيې او اروپايي هېوادونو د ګازو اړتيا پوره كوي خو د عراق په شمال كې سيمه ايزه اداره هم غواړي چې د ګازو د صادروونكو سيمو په توګه فعاليت وكړي. د جودت په وينا ددې لپاره ستراتيژيك پلالونه لرو.
تركيې ته او ددې لپاره نورو هېوادونو د ګازو د صادرولو په موخه د نل ليكې د غځولو د پلان ابتدايي چارې پاى ته رسېدلي دي او عملي كار به يې په ۲۰۱۷م كال كې پيل شي.
دا په داسې حال كې ده چې تركيه هڅه كوي چې د انرژۍ په برخه كې د روسيې پر ځاى نورې لارې چارې ومومي. د دواړو هېوادونو ترمېنځ د الوتكې د كړكېچ نه وروسته اړيكې ترينګلې شوي دي. ددې سره روسي چارواكو انقرې ته د ګازو پر صادارتو د بنديز د لګولو په اړه څه نه دي ويلي.
د بله پلوه د قطر هېواد هم وعده كړې وه چې دې ته تيار دى چې د اړتيا په صورت كې تركيې ته ګاز صادر كړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه