د اسراييلو لخوا د فلسطين د پارلمانې غړې ته د بند سزا

د اسراييلو يوې محكمې د فلسطين د پارلمانې غړې او د الفتح د سازمان استازې خالده جرار په ۱۵ مياشتو بند محكومه كړه.

360008
د اسراييلو لخوا د فلسطين د پارلمانې غړې ته د بند سزا


د اسراييلو يوې محكمې د فلسطين د پارلمانې غړې او د الفتح د سازمان استازې خالده جرار په ۱۵ مياشتو بند محكومه كړه.
د محكمې د پرېكړې په اساس پر جرار تور لګول شوى دى چې `` د غير قانوني ډلو غړيتوب لري او پاروونكي فعاليتونه كوي.``
د فلسطين د خلكو د آزادۍ سازمان يا الفتح د اسراييلو دا پرېكړه په كلكه وغنده او څرګنده يې كړه دا د فلسطين د خلكو پر وړاندې د اسراييلو د دولتي ترهګرۍ يوه برخه ده.
ددې سازمان لخوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې خالده جرار د اتو مياشتو راهيسې په توقيف خانه كې تر نظارت لاندې وه چې د محكمې لخوا په ۱۵ مياشتو بند محكومه شوه.
په اعلاميه كې راغلي دي چې د اسراييلو د محكمې پرېكړه به ونه منل شي. ځكه چې دا محاكم د اسراييلو د يرغلګر سياست د فشار يوه مهمه وسيله ده.
د بله پلوه په فلسطين كې د دامير د بشري حقونو او اسيرانو د ساتنې د ټولنې لخوا هم يوه اعلاميه خپره شوې ده چې په كې راغلي دي خالده جرار همداراز په ۲۶۰۰ ډالره نقدي جريمې باندې هم محكومه شوې ده. سربېره پر دې د نوموړې ځنډول شوى لس مياشتې بند چې پخوا پرې محكومه شوې وه، هم اجرا كيږي.
په اعلاميه كې د اسراييلو د محكمې پرېكړه غير حقوقي بلل شوې ده.
خالده جرار د ۲۰۱۵م كال د اپرېل په مياشت كې په رام الله كې په خپل كور كې د اسراييلي ځواكونو لخوا ونيول شوه او شپږ مياشتې د هېڅ ډول جرمي تور پرته په توقيف خانه كې وساتل شوه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه