عراق د امریکا پر خلاف سخت غبرګون څرګند کړ

عراق د امریکا د هغه پریکړې په اړه چې وايي د داعش پر خلاف د مبارزې په موخه به لا زیات ځواکونه نوموړي هیواد ته واستوي سخت غبرګون څرګند کړ.

397515
عراق د امریکا پر خلاف سخت غبرګون څرګند کړ

د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي د امریکا د پریکړې په اړه په غبرګون کې وویل چې هیواد ېې د داعش پر خلاف د مبارزې لپاره بهرنیو ځواکونو ته اړتیا نلري.
هغه ویلي دي چې امریکا باید لومړی د عراق نه اجازه او وروسته پریکړه وکړي.
د یادولو وړ ده چې د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارټر تیره ورځ کانګرس ته وویل چې د داعش سره د مبارزې په خاطر به عراق ته لا زیات ځواکونه واستوي.
د عراق لومړي وزیر د امریکا د دفاع د وزیر ددې څرګندونو په غبرګون کې وویل چې هیواد يي د بهرنیو هیوادونو ځواکونو ته اړتیا نلري.
هغه ویلي دي چې هیڅوک نشي کولی چې د عراق د اجازې او تصویب نه پرته دې خاورې ته وسله وال ځواکونه راولیږي او یا هم عملیات ترسره کړي.
لومړی باید د عراق نه اجازه واخیستل شي او وروسته بیا داسې پریکړه وشي.

 

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه