تر فرانسې وروسته د روسيې لخوا انتقامي پيغام

د مصر د سينا په شبه جزيره كې د داعش لخوا د روسي الوتكې د غورځول كېدو نه وروسته ددې هېواد هوايي ځواكونو د داعش پر اورپكو دوه برابره كړې ده.

420201
تر فرانسې وروسته د روسيې لخوا انتقامي پيغام

روسي ځواكونو پر هغو توغنديو پيغامونه ليكلي دي چې د داعشي اروپكو پر مورچلو باندې توغول كيږي.
په سوريه كې د روسي ځواكونو په هډه كې پر هغو توغنديو باندې چې ټاكل شوې ده پر داعش وتوغول شي، د پاريس د بريدونود انتقام د اخيستلو په موخه په روسي ژبه `` د پاريس لپاره`` ليكلي دي.
په انګلستان كې د روسيې د سفارت د رسمي ټويټر له حسابه په خپرو شوو انځورو كې ليدل كيږي چې پر توغنديو د پاريس د انتقام په اړه پيغامونه ليكل شوي.


پر توغنديو پيغام ليكل نوې خبره نه ده. د فرانسې هوايي ځواكونو هم د پاريس د بريدونو نه يواځې ۲ ورځې وروسته پر هغو توغنديو باندې چې د داعش پټنځايونه پرې ويشتل كېدل، په انګليسي ژبه `` له پاريسه د مينې سره`` ليكلي ول.


ددې ترڅنګ د اردن د هېواد هوايي ځواكونو هم د داعش لخوا په بېرحمانه ډول د دوى د پيلوټ معاذ الكساسبه د وژلو نه وروسته په خپلو توغنديو باندې پيغامونه ليكلي ول.
د اردني ځواكونو لخوا په عراق او سوريه كې پر داعش د بريدونو په موخه كارول كېدونكو توغنديو باندې ليكل شوي ول چې `` د اسلام دښمنه دا ستا لپاره دى.``


پيوندونه:

اړوند خبرونه