د اسراييلو د بل پخواني ولسمشر مړينه

د اسراييلو پخوانى ولسمشر ايزاك ناوون چې د ۱۹۷۸ كال نه تر ۱۹۸۳م كاله پورې ددې هېواد ولسمشر وو د ۹۴ كلونو په عمر مړ شو.

413139
د اسراييلو د بل پخواني ولسمشر مړينه


د اسراييلو پخوانى ولسمشر ايزاك ناوون چې د ۱۹۷۸ كال نه تر ۱۹۸۳م كاله پورې ددې هېواد ولسمشر وو د ۹۴ كلونو په عمر مړ شو.
ناوون چې په بيت المقدس كې زېږېدلى وو په اصل كې د هغو يهودي كورنيو اولاد دى چې د اسپانيا لخوا شړل شوي او بيا وروسته ورته عثماني امپراتورۍ په خپله خاوره كې ځاى وركړى وو.
ايزاك ناوون د ۱۹۴۰مو كلونو راهيسې د صهيونيستي رژيم د هاګانا په نامه د وسله والې ډلې غړيتوب درلود چې د عربانو پر كليو باندې يې بريدونه كول او په سلګونه كورنۍ يې له سيمې شړلې وې. د هاګانا ډلې د اسراييلو د دولت د تاسيس په موخه د امكاناتو د برابرولو په موخه عربان د خپلو كليو نه تبعيدول.
ايزاك ناوون لومړنى اسراييلي ولسمشر وو چې د مصر د وخت د ولسمشر انور سادات سره يې په اسراييلو كې ليدنه وكړه او د `كمپ ډېوېډ` د نامتو تړوند لاسليكولو په برخه كې رغنده رول ولوبولو.
د يادولو وړ ده چې كال وړاندې د اسراييلو بل پخوانى ولسمشر اريل شارون هم مړ شوى وو چې د فلسطينيانو د قصاب په نامه يې شهرت درلود.


پيوندونه:

اړوند خبرونه