سیسي د لومړي ځل لپاره د اخوان المسلمین په اړه نرمښت وښود

د مصر کودتاچي رژیم ولسمشر عبدالفتاح السیسي د لومړي ځل لپاره د اخوان المسلمین په اړه په دریځ کې نرمښت وښود.

411134
سیسي د لومړي ځل لپاره د اخوان المسلمین په اړه نرمښت وښود

د مصر کودتاچي رژیم مشر عبدالفتاح السیسي چې د نوموړي هیواد په مدرن تاریخ کې د اسلام پالو ډلو او په ځانګړې توګه د اخوان المسلمین پر خلاف تر ټولو سخت دریځ غوره کړی او د یادې شوې ډلې ټول مشران يي زندان ته اچولي او په فعالیتونو ورته بندیز لګولی دی د دوو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره په خپل دریځ کې یو اندازه نرمښت وښود.
سیسي پرون انګلستان ته د سفر د پیلولو نه د مخه د بې بي سي تلویزیون سره په مرکه کې پوښتنې ځواب کړې.
سیسي د اخوان المسلمین د سازمان په اړه چې په فعالیتونو يي ورته بندیز لګولی دی او د یو ترهګریز سازمان په توګه اعلان کړی دی د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل ، د مصر د خلکو د غوښتنې په صورت کې کولی شي چې یو ځل بیا په دولتي چارو کې رول ولوبوي.
هغه وویل چې مسله د حکومت او یا زما د غوښتنې پورې اړه نلري. مهمه خبره د مصر د خلکو غوښتنه ده. دا مسله د مصر د خلکو مسله ده .
سیسي زیاته کړه چې مصریان تل د سولې پلوي کوي او سوله ایز خلک دي. شدت او تاوتریخوالي پلوي نکوي . د اخوان المسلمین پر خلاف غبرګون پخپله د مصر خلکو وښود. د همدې امله نن اندیښمن دي. هغه وویل چې مصر ډیر لوی او زموږ د ټولو ګډ هیواد دی. اخوان المسلمین هم ددې هیواد یوه پارچه ده . د همدې امله ددوی د رول په اړه پریکړه باید پخپله د مصر خلک وکړي.
که چیرې د مصر خلک دوی په دولتي چارو کې لیدل غواړي کولی شي چې پدې برخه کې رول ولوبوي. .
د یادولو وړ ده چې عبدالفتاح السیسي د ۲۰۱۳ کال د جولای په ۳مه نیټه په مصر کې د لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي کودتا وکړه او هغه يي زنداني کړ.
سیسي د اخوان المسلمین د سازمان په فعالیتونو بندیز ولګو او ددې سازمان ټول جګپوړي چارواکي زندان ته واچول. ځیني په اعدام او ځیني د ټول عمر لپاره په بند محکوم کړل.


پيوندونه:

اړوند خبرونه