القرضاوي: ای د نړۍ مسلمانانو د مسجدالاقصی نه دفاع وکړۍ

د اسلامي علماو د نړۍوالې ټولنې مشر یوسف القرضاوي د نړۍ په مسلمانانو په مسجدالاقصی د اسراییلو د بریدونو او سپکاوي په خاطر د اواز پورته کولو غږ وکړ.

389633
القرضاوي: ای د نړۍ مسلمانانو د مسجدالاقصی نه  دفاع وکړۍ

القرضاوي وویل چې د مسجدالاقصی نه دفاع او ساتنه د نړۍ د ټولو مسلمانانو مسولیت دی. هغه زیاته کړه چې مسجدالاقصی د مسلمانانو لومړۍ قبله ده .
القرضاوي په خپرو کړو لیکلو څرګندونو کې ویلي دي چې اسلامي امت باید ددینه وروسته پداسو لویو مسلو ځانونه مصروف کړي. د نړۍ مسلمانان باید د مسجدالاقصی په خاطر مبارزه وکړي.
هغه ویلي دي چې اسلامي نړۍ باید د اسلامي امت دښمنانو او د هغوې مشرانو ته دا وښايي چې په اسلامي مقدساتو بریدونه ددوی لپاره د منلو وړ ندي.
هغه په مسلمانانو غږ کړی چې مسجدالاقصی ته د سیلانیانو په توګه نه باید د فاتحینو په توګه داخل شو.
د یادولو وړ ده چې یوې ۵۰ کسیزې د یهودانو ډلې د خپل نوي کال د رخصتۍ په بهانه د اسراییلي وزیر په ملګرتیا د پولیسو په زور مسجدالاقصی ته ننوتل. اسراییلي پولیسو د جومات نه د لمونځ کوونکو په ویستو پيل وکړ. د مقامت په صورت کې پرې د ګازي بمونو او پلاستیکي مرمیو بریدونه وکړل.
همداشان یو شمیر اسراییلي سرتیري د خپلو بوټانو سره د جومات دننه ته ننوتل او حتا په ممبر او محراب هم پورته شول.
اسراییلو د نږدې یوې اوونۍ راهیسې د مسجدالاقصی ټولې دروازې نیولي دي او په فلسطینیانو بریدونه کوي. د بله پلوه یو شمیر فلسطیني سیاستوال او کارپوهانو ویلي دي چې اسراییل غواړي مسجدالاقصی په دوو برخو وویشي. اسراییل په پلان کې لري چې مسجدالاقصی د مسلمانانو او یهودانو لپاره په دوو برخو وویشي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه