د داعش نوې زړه بوږنوونكې ويډيو

د داعش ترهګره ډله چې په سوريه او عراق كې د وحشتانكو وژنو د ويډيو ګانو د خپرولو شهرت لري نوې ويډيو خپره كړه.

341676
د داعش نوې زړه بوږنوونكې ويډيو

داعش د عراق د انبار په ښار كې څلور تنه محكومين په غير انساني ډول وسوځول.
په نوې ويډيو كې چې د داعش پلوو سايټونو لخوا خپره شوې ده څلور تنه محكومين د پښو او لاسونو تړل شوي او سر ښكته ځوړند شوي دي. وروسته د محكومينو د دار د ستنو لاندې اور بليږي او محكومين ژوندي سوځول كيږي.ويل كيږي چې شيعه ملېشو يو تن نامتو اورپكى چې په ابو عزراييل باندې شهرت لري هم د محكومينو په كتار كې دى. داعش تر اوسه پورې د ويډيو په اړه رسمي څرګندونې نه دي كړي. دا هم لا معلومه نه ده چې په ويډيو كې سوځول شوي محكومين څوك دي او په كوم جرم نيول شوي دي.
داعش څو مياشتې وړاندې يو تن اردنى پيلوټ هم په اوسپنيز قفس كې اچولى وو او بيا يې ورته اور اچولى وو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه