په غزه کې د عزت الدین القسام د غنډونو اسراییلو ته خبرداری ورکړ.

حماس اسراییلو ته ګواښ وکړ

370405
په غزه کې د عزت الدین القسام د غنډونو اسراییلو ته خبرداری ورکړ.


په غزه کې د حماس د ډلې نظامي څانګې عزت الدین القسام غنډونو اسراییلو ته ګواښ وکړ که چې د اوربند شرطونه مراعات نکړي زموږ د صبر کاسه به توی شي. دا صبر به اوږد دوام ونکړي.
د عزت الدین القسام د غنډونو مشرانو دا خبرداری تیر کال د اسراییلو لخوا په غزې د برید پر مهال د وژل شوو سرتیرو لپاره د جوړ کړي څلي د پرانیستو په مراسمو کې وکړ. د ویلو ده چې د عزت الدین القسام دا سرتیري تیر کال په غزې د اسراییلو د برید پر مهال د سمندر له لارې د اسراییلو عسکري هډې ته په ننوتلو قادر شوي ول چې هلته په جګړه کې وژل شوي ول.
د القسام غنډونو څلي د ځانګړي عسکري پریټ سره پرانیستل .
د یادو شوو غونډونو ویاند پدې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې اسراییلو ته ګواښ وکړ که چیرې د اوربند منل شوي شرطونه مراعات نکړي زموږ د صبر کاسه به توی شي او ډیر به دوام ونکړي. د قهر نه ډک اتش فشانونه به انفجار وکړي او پایلې به يي ډیرې بدې وي.
اسراییلو چې د څو کلونو راهیسې غزه د کلکې محاصرې لاندې نیولې ده د تیرک کال د جولای په ۷ مه نیټه پرې د مځکې، هوا او سمندر له لارې عملیات پيل کړل چې د اګست تر ۲۶ مې نیټې دوام وکړ.
وروسته د دوړاو خواوو ترمنځه اوربند وشو. اسراییلو پدې عملیاتو کې څه باندې ۲ زره تنه بې ګناه او ملکي فلسطینیان چې ډیری ښځې او ماشومان ول په قتل ورسول او په زرګونو تنه نور يي ټپیان کړل.
د بله پلوه اسراییلو ته نږدې یوې خبري رسنې نن ادعا وکړه چې د حماس ډلې نوی جوړ کړی توغندی وازمایه . یادې شوې رسنې د اسراییلو د امنیتي سرچینو له قوله لیکلي وو چې حماس د تیر کال د بریدونو نه وروسته د نوو توغندیو په جوړولو بوخت دی چې دا نوی توغندی د مځکې نه سمندر ته توغولی او ازمایلی دی.
د حماس ډلې بیا د اسراییلو دا ادعا په کلکه توګه رد کړې ده .


پيوندونه:

اړوند خبرونه