داعش دا ځل د یو لرغون پیژندونکي نه سر پرې کړ

د داعش ډلې دا ځل په سوریه کې د پالمیرا په تاریخي ښار کې د ۸۲ کلن لرغون پیژندونکي نه سر پرې کړ.

334028
داعش دا ځل د یو لرغون پیژندونکي نه سر پرې کړ

د سوریې د لرغون پیژندنې د ادارې ریس ویلي دي چې د داعش ډلې د پالمیرا په تاریخي ښار کې د ۸۲ کلن لرغون پیژندونکي نه سر پرې کړی او جسد يي ورته د یوې ستنې ته ځوړند کړی دی.
نوموړي وویل چې ۸۲ کلن لرغون پیژندونکی خالد اسد نومیده چې د څه باندې ۵۰ کلونو راهیسې د پالمیرا د لرغون پيژندنې د ادارې د مدیر په توګه دنده ترسره کوله.
ویل کیږي خالد اسد شاوخوا یوه میاشت د مخه د داعش د ډلې لخوا وتښتول شو .
د یادولو وړ ده چې د داعش ډلې شاوخوا دوه میاشتې د مخه د پالمیرا تاریخي سیمه د خپل کنټرول لاندې راوسته.
یاده شوې ډلې ډیری اعدامونه په همدې تاریخي سیمه کې ترسره کوي.
همداشان نامتو لرغون پيژندونکی اسد خالد يي هم په همدې تاریخي سیمه کې اعدام کړ.
د پالمیرا تاریخي سیمه د نړۍ د مهمو تاریخي میراثونو نه شمیرل کیږي چې د سوریې د ګرځندوی د سکتور مهمه سرچینه بلل کیږي.

 

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه