په عراق کې د قتل عام په څیر چاودنې

د عراق په ختیځ کې په غبرګو بمي بریدنو کې لږ تر لږه ۵۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ.

323134
په عراق کې د قتل عام په څیر چاودنې

د عراق په ختیځ کې په غبرګو بمي بریدنو کې لږ تر لږه ۵۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د عراق د پلازمینې بغداد په ۶۰ کیلو مترۍ کې د په باقوبه کې د موټرو په مټ دوه جلا جلا چاودنې وشوې.
په لومړنۍ چاودنه کې ۵۱ تنه مړه او ۸۰ تنه نور ټپیان شول.
همداشان دویمه چاودنه د پولیسو د تالاشۍ په نقطه کې وشوه . په دویمه چاودنه کې ۷ تنه مړه او ۲۵ تنه نور ټپیان شول.
د یادولو وړ ده چې تیره میاشت د باقوبه په ښار کې د داعش او عراق امنیتی ځواکونو ترمنځه سخته نښته شوې وه.
ښار د عراق د اردو تر کنټرول لاندې دی. همداشان د باقوبه د دیالا په سیمه کې اوس هم نښتې دوام لري.
تیره میاشت په یاد شوي ښار کې په یو بازار کې چاودنې ۱۱۵ تنه وژلي وو. د برید مسولیت داعش په غاړه اخیستی وو. همداشان ددې وروستیو بریدونو مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.


پيوندونه:

اړوند خبرونه