د محمد مرسي کشر زوی خوشې شو

د مصر د لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي کشر زوی عبدالله مرسي د یو کال بند نه وروسته خوشې شو.

383738
د محمد مرسي کشر زوی  خوشې  شو

د محمد مرسي مشر زوی اسامه مرسي د خپل کشر ورور عبدالله مرسي د خوشې کیدو خبر د ټولنیزې مډیا له لارې اعلان کړ.
اسامه مرسي په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې عبدالله مرسي خوشې شو، بند او زندان پایته ورسید او بری زموږ په برخه شو.
د ویلو ده چې د محمد مرسي کشر زوی عبدالله مرسي د بنها د ښاري محکمې د ودانۍ نه د رابعه العدویه د اشارې په کولو سره رابهر شو او د مدافع د وکیلانو سره یو ځای په یو موټر کې سپور شو.
د عبدالله مرسي د خوشي کیدو نه وروسته د هغه د مدافع د وکیلانو نه روف عیسی خبريالانو ته وویل چې د عبدالله مرسي پر خلاف بلې کومې دعوا شتون نه درلود چې د همدې امله خوشې شو.
د یادولو وړ ده چې د محمد مرسي کشر زوی عبدالله یو کال د مخه د خپل یو تن بل ملګري محمد اعماد عبدالمنیم سره یو ځای د امنیتي ځواکونو لخوا په موټر کې د نشه يي توکو د شتون په بهانه ونیول شو او زنداني کړی شو.
محکمې د محمد مرسي کشر زوی عبدالله په موټر کې د نشه يي توکو د ګرځولو له امله په یو کال بند او ۱۰ زرو مصري رایجو پیسو نقدي جزا محکوم کړ.
د محمد مرسي کورنۍ د هغه په زوی لګول شوي ټول تورونه رد کړل او وویل چې نشه يي توکي یواځې یوه بهانه ول او عبدالله د سیاسي ملحوضاتو له امله نیول شوی دی.



پيوندونه:

اړوند خبرونه