د محمد مرسي د اختر پيغام

د مصر لومړني ټاكل شوي ولسمشر محمد مرسي چې د كودتاچي رژيم لخوا نسكور او پر اعدام محكوم شو د كوچني اختر په مناسبت په خپل پيغام كې د خلكو نه غوښتنه وكړه چې د نظامي كودتا پر وړاندې پيل شوى انقلاب سر ته ورسوي.

381523
د محمد مرسي د اختر پيغام

د محمد مرسي د فېسبوك په رسمي پاڼه كې په خپور شوي پيغام كې راغلي دي چې ( د مصر لويه ولسه اختر مو مبارك شه، ستاسې آزادي غوښتونكى انقلابي دريځ مو مبارك شه.
په دې زندان كې د عدالت لپاره ستاسې لخوا په پيل شوې دعوا باندې مې هره ورځ باور زياتيږي. هره شپه د ظالمان كمزورتيا او بد مرغي له نږدې درك كوم. دوي زما په سترګو كې كوچني كيږي)
مرسي پخپل پيغام كې څرګنده كړه چې ژر تر ژره به د مصر خلك ددې ديكتاتوري نظام نه وژغوري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه