په مصر کې یو امام له مسجده وشړل شو.

په مصر کې د اوقافو وزارت هغه امام له خپل مسجده وشړلو چې د لمانځه نه وروسته یې په دعا کې ‍« ظالم واکمن» ته ښېرا وکړله.

380801
په مصر کې یو امام له مسجده وشړل شو.

په مصر کې د اوقافو وزارت هغه امام له خپل مسجده وشړلو چې د لمانځه نه وروسته یې په دعا کې ‍« ظالم واکمن» ته ښېرا وکړله.
د اناتولیا د اژانس د خبر له مخې په مصر کې د محمد جبریل په نامه یو تن امام د عمرو بن العاص په جامع مسجد کې د لیله القدر په مناسبت یې د قران کریم تر ختم وروسته د دعا پر مهال ظالمو واکمنانو او د دوی ملاتړو ته د ښېرا په تور له مسجده وشړل شو.
د اوقافو د وزارت د چارواکو به وینا نوموړي امام د خلکو د دیني جذبې نه ناوړه ګټه پورته کوله. ددې امله له دندې ګوښه شوی دی. د پرېکړې له مخې محمد جبریل نور نشي کولای چې خپل مسجد ته ننوځي.
د محمد جبریل ښېرا
د عمرو بن العاص د جامع مسجد امام په مصر کې د ظالم واکمن او ملاتړو، بې حیثیته سیاستوالو او رسنیو په حق کې داسې ښېرا کړې وه:
( لویه خدایه!
هغه کسان چې زموږ وینه یې تویه کړې او زموږ ماشومان یې یتیمان کړي دي ستا حضور ته حواله کوو. د فرعون جادوګران او بې حیثیته رسنۍ ستا حضور حواله کوو.
لویه خدایه!
د هغو کسانو نه چې زموږ د کورونو محرمیت تر پښو لاندې کوي، د نظام د تش په نامه علماوو نه، د قاضیانو او نور واکمنانو د جهالت نه تا ته پنا در وړو.
لویه خدایه!
په زندانونو کې پراته بې ګناه انسانان په خپل رحم سره وژغوره. هغه کسان په خپل غضب اخته کړه چې دوی يې زندان ته اچولي دي.
لویه خدایه!
هغه بې حیثیته سیاستواله چې د مصر خلک یو بل سره په جنګ اچوي، هلاک کړه.)
محمد جبریل په پلازمېنه قاهره کې د عمرو بن العاص په مسجد کې د تېرو ۱۵ کلونو راهیسي د امام په توګه دنده اجرا کوله.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه