داعش د اختر په لمونځ بندیز ولګول

د داعش ډلې د خپل کنټرول په سیمو کې د اختر په لمونځ بندیز ولګو

380723
داعش د اختر په لمونځ  بندیز ولګول

د داعش ډلې د خپل کنټرول لاندې په سیمو کې د اختر په لمونځ بندیز ولګو.
داعش ډلې ویلي دي چې د اختر لمونځ بدعت دی.
د داعش ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د اختر لمونځ بدعت دی او د روژې میاشت ۲۸ ورځې ده. داعش ویلي دي چې د رمضان المبارک د حلال ( سپوږمي ) یا میاشت په اړه موجود نظریات د اسلام د دین سره په ټکر کې دي او د روژې میاشت ۲۸ ورځ ده.
د داعش ډلې په سوریه ، عراق، لیبیا، تونس او مصر کې د خپل کنټرو لاندې په سیمو کې د اختر په لمونځ هم بندیز لګولی دی او ویلي دي هر څه څوک چې ددې بندیز نه سرغړونه وکړي سخته سزا به ورکړي.
د یادولو وړ ده چې د داعش ډلې ددینه وړانډې د خپل کنټرول لاندې په سیمو کې د میلاد النبي په لمانځونو بندیز لګولی وو. داعش ویلي وو هر هغه څوک چې د میلاد النبي لمانځنه وکړي سخته سزا به ورکړي.
د بله پلوه په مصر کې د الازهر د داعش لخوا د روژې د مبارکې میاشتې اړوند د خپل په اړه یوه خبرپاڼه خپره کړې ده .
الازهر په خبرپاڼه کې د عامر ابن عاص رض له قوله یو حدیث شریف نقل کړی دی چې راغلي دي حضرت محمد ص ویلي دي چې د روژې میاشت کله ۲۹ او کله هم ۳۰ ورځې وي.
ددې سربیره الازهر ویلي دي داسې یوه ترهګریزه ډله چې په مسلمانانو بریدونه کوي او بې ګناه او مظلوم مسلمانان په قتل رسوي د دیني فتواګانو د ورکولو حق نلري.
الازهر په خبرپاڼه کې نړۍ په مسلمانانو غږ کړی دی چې د داعش په څیر د یو سازمان چې نه هم دیني مقدساتو ته او نه هم مسلمانانو ته درناوی لري په خبرو عمل ونکړي .
د یادولو وړ ده چې د داعش ډلې د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر په میاشت کې د عراق د تکریت په ښار کې د حضرت محمد ص د ۴۰ ملګرو په نامه مشهور د ۴۰ تنو اصحابو کرامو زیارت او مقبرې په بمونو والوزولې چې په اسلامي نړۍ کې سخت غبرګونونه وپارول.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه