د داعشيانو د ملېمستيا په خوړو كې زهر
د عراق د موصل په ښار كې د داعش د ترهګرې ډلې د اورپكو په خوړو كې د زهرو د ګډولو په پايله كې ۴۵ تنه اورپكي وژل شوي. په
337845
د عراق د موصل په ښار كې د داعش د ترهګرې ډلې د اورپكو په خوړو كې د زهرو د ګډولو په پايله كې ۴۵ تنه اورپكي وژل شوي. په دې مېلمستيا كې ۱۴۵ تنو ګډون كړى وو چې ۱۰۰ تنه تنه نور يې بيا روغتون ته انتقال شوي دي.
د ايرنا د خبري آژانس د خبر له مخې دا پېښه د سيمه ايزو سرچينو لخوا هم تاييد شوې ده. دا پېښه تېره ورځ د موصل د وادي الهجر په نامه سيمه كې د روژه ماتي په مېلمستيا كې رامنځته شوې ده. تر اوسه پورې د پېښې د عامل په اړه كره معلومات په لاس كې نشته دى خو داسې ويل كيږي چې په سيمه كې د داعش د كړنو پر خلاف يو جزايي اقدام بلل شوى دى.