محمد بلتاجي: د وطن لپاره اعدام زمونږ لپاره ویاړ دی.

په مصر کې د کودتاچي رژیم د محکمې لخوا په اعدام محکوم شوي محمد بلتاجي د محمکي په صالون کې تاریخي وینا وکړه.

326169
محمد بلتاجي: د وطن لپاره اعدام زمونږ لپاره ویاړ دی.

د قاضي لخوا محمد بلتاجي ته د محکمې په صالون کې د وینا د اجازې ورکولو په اړه د محکمې یو تن هیأت غبرګون څرګند کړ. قاضي نوموړي په ځواب کې وویل چې خبرې د هغه حق دی.
محمد بلتاجي د محکمې په صالون کې خپله وینا د څښتن تعالی په نامه او د اسلام د ستر پیغمبر په محمد (ص) باندې په درود ویلو پیل کړه. محمد بلتاجي وویل غواړم په ډیرو لنډو او واضحو ټکو سره خپله غوښتنه بیان کړم. زه، محمد بدیع او صفوت حجازي د ۲۵ جنایتونو په تور محاکمه کیږو. که تاسو زمونږ په حق کې د برأت پریکړه هم وکړی...
قاضي: حکم یوازې د الله دی. ته دې خپلې خبرې وکړه، الله به دې حق درکړي.
بلتاجي: زه هم همدا وایم، که ستاسو هیأت زمونږ په اړه د برأت حکم هم ورکړي قسم په خدای چې دا به مونږ ته نه، تاسو ته به نجات درکړي. سیسي به زمونږ د اعدامولو لپاره بل هیأت او نورو ادارو ته دنده وسپاري چې مونږ اعدام کړي. که چيرې د الله «ج» رضا په همدې کې وي مونږ یې په سر سترګو منو او مونږ ته د ویاړ ځای دی چې د هیواد د شهیدانو سره به یو ځای شو. الله «ج» دې زمونږ شاهد وي، که د دې نه وروسته مونږ اعدام هم کړئ پروا نلري ځکه چې مونږ خپل روحونه الله «ج» لپاره وقف کړي دي. دا خبرې د دې لپاره کوم چې د قیامت په ورځ د خدای په وړاندې یو ثبوت وي. یوازې د آخرت لپاره نه، تر څو چې دا دنیا څرخیږي ټول انسانیت لپاره به ثبوت وي تر څو پوه شي چې څوک په حق وو او څوک باطل.
د دوو ټکو یادونه کوم. اول، د اوسني رژیم زما او زما د ملګرو په وړاندې په زړونو کې خصومت او کینه لرل. ځکه چې پولیس، څارنوالۍ او د دولت په نورو ادارو کې ځینې چارواکي زمونږ سره هم سیاسي او هم شخصي پلوه کرکه لري. زه محمد بلتاجې ۵۱ کلن یم. د الازهر پوهنتون د طب پوهنځي ښوونکي یم. پداسې حال کې چې په تیرو ۵۰ کلنو هیڅ ډول جرمي سابقه نلرم، نو څنګه کیدای شي چې پدې لنډه موده کې په دومره جرمونو تورن شم او ماسره د مافیا چلند وشي. آیا دا کوم منطق منلی شي؟ په مصر کې مې ژوند وکړ او په ۵۰ کلن ژوند کې مې بیلابیلې لاسته راوړنې درلودلي. په کانکور کې دریم نمره شوم او وروسته بیا د طب د زدکړو په لړ کې تل د پوهنځي اول نمره پاتې شوی یم. د زدکړو څخه وروسته د یوه ښوونکي په صفت مې خپل ژوند ته ادامه ورکړه. د الله «ج» د دې ټولو نعمتونو سره سره مې وغوښتل چې خلکو ته لا زیات خذمت وکړم او د طب پوهنځي د بریالي ښوونکي په صفت مې یو کلینک خلاص کړ.
قاضي: غوښتنې دې ووایه.
بلتاجي: اوس مهمې نقطې ته راځم. ۵۰ کاله پدې ډول د ژوند کوونکي په صفت، څه ډول کیدای شي چې پدې لنډه موده کې وسلې راواخلم او انسان وژنې وکړم؟.... دا څنګه کیدلی شي؟ ستاسو منطق دا خبره مني؟
قاضي په تکرار سره: غوښتنې د څه شی دي؟
بلتاجي: الله «ج» به په مونږ باندې د داسې بې بنیاده تور لږوونکو نه پوښتنه وکړي. بې شکه چې زمونږ حق به اخلي او هر څه به سمیږي. کلونه وروسته نه، بلکه څو میاشتې وروسته به دا هر څه کیږي. الله به د دې پوښتنه له تاسو څخه کوي. زما د طبي وسایلو نه ډک کلینک یې د څارنوالانو او د پولیسو تر څارنې لاندې وسوځاوه.
قاضي: غوښتنو ته دې راشه.
بلتاجي: اجازه راکړی خبرې وکړم. بې ګناه او مظلومه پیغله لور مې ووژل شوه. پدې اړه هیڅ پلټنې ونشوې حتی چې چا یوه کلیمه هم و نه ویله.
قاضي: غوښتنو ته د راشه که نه وي مایک درڅخه اخیستل کیږي.
بلتاجي: د ټولو دې ناخوالو سره محاکمه کیدونکي هم مونږ یو.
زه یوه غوښتنه لرم او غواړم چې تاریخ کې ثبت شي. الله «ج» په قران پاک کې ستاسو په ځای ناست حضرت داود «ع» ته داسې فرمايلي: «يادَاوُودُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ فَاحْكُمْ بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلاتَتَّبِعْ الهوَى فَيُضِلَّكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ إِنَّ الَّذِينَ يَضِلُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا نَسُوا يَوْمَ الْحِسَابِ» [د ص سورت 26 اّيت]
ژباړه:«اى داوده ! مونږ ته پرځمكه خليفه ګرځولى ئى، له دې كبله ته د خلكو ترمنځ په انصاف سره حكومت وکړه او د نفسى غوښتنى پيروي مه كوه چې هغه به تا د الله جل جلاله د لارى څخه واړ وي....
قاضي: بلتاجي دا اخر دی؟
بلتاجي:او كوم كسان چې د الله جل جلاله له لارى څخه بى لارى شي په يقينى ډول د هغوی له پاره سخته سزا ده ، ځکه چې هغوی د حساب ورځ هيره کړې ده.» ستاسو څخه هیڅ شی نه غواړم. د هیواد لپاره مې اعدام زما لپاره د ویاړ ځای دی. اوس زما په اړه ستاسو حکم هیڅ اهمیت نلري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه