داعش د عراق د اردو بې پیلوټه الوتکه راوغورځوله

دا عش د عراق په فلوجه کې د اردو اړوند بې پيلوټه الوتکه وراوغورځوله

322071
داعش د عراق د اردو بې پیلوټه الوتکه راوغورځوله

داعش د عراق د اردو اړوند یوه بې پیلوټه الوتکه راوغورځوله.
د عراق د امنیتي سرچینو د خبر مخې داعش جنګیالیو د فلوجه ښار په لویديځ کې د اردو اړوند یوه بې پیلوټه الوتکه راوغورځوله.
داعش ادعا کړې ده چې د تیرې یوې میاشتې په دننه کې دا دویم ځل دی چې د عراق د اردو اړوند بې پیلوټه الوتکه راغورځوي. د عراق امنیتي سرچینو ویلي دي چې دا بې پيلوټه الوتکه سیمې ته د داعش د جنګیالیو د ځایونو د تثبیت، د هغوې د حرکاتو د تعقیب او په سیمه د بریدونو نه وړاندې د کشفي راپورونو د راټولو په خاطر استول شوې وه.
د یادولو وړ ده چې د داعش ډلې د ۲۰۱۴ کال د جون د میاشتې په لسمه نیټه لومړی د عراق د موصل ښار او وروسته یو زیات شمیر نورې سیمې ونیولې. داعش د عراق په یوه لویه برخه حاکمیت ته دوام ورکوي.
همداشان د عراق اردو د امریکا د کوردي پیشمرګه ځواکونو په مرسته او د امریکا په مشرۍ د ایتلاف په ملاتړ د داعش نه بیرته د سیمو د نیولو په خاطر عملیاتو ته دوام ورکوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه