مکې مکرمې پولیسو ۶ تنه د تحریف شوو قرانکریم د ویش په تور ونیول

د سعودي عربستان د مکې د ښار پولیسو ۶ تنه د اسیايي هیوادونو وګړي د تحریف شوي شوي قرانکریم د نسخو د ویش او خرڅلاو په تور ونیول

310667
مکې مکرمې پولیسو ۶ تنه د تحریف شوو قرانکریم د ویش په تور ونیول

د سعودي عربستان د مکې د ښار پولیسو نن ۶ تنه د تحریف شوو قرانکریم د ویش او خرڅلاو په تور ونیول. ویل کیږي نوموړو ۶ تنو چې د اسیايي هیوادونو وګړي دي هڅه کوله چې د قرانکریم شاوخوا ۲۰۰ زره تحریف شوي نسخې وپلوري.
العربیې د مکې د ښار د پولیسو له قوله لیکلي دي چې ۶ تنو چې د روژې د مبارکې میاشتې نه په ګټې پورته کولو سره د تحریف شوي قرانکریم ۲۰۰ زره جلدو نسخو د پلورلو هڅه کوله لاس په لاس ونیول شول.
نوموړو هڅه کوله چې تحریف شوي قرانکریم نسخې د مکې په ښار کې وویشي.
د مکې د پولیسو ویاند عاطي بن عطیه القرشي خبري رسنیو ته وویل چې نیول شوي ۶ تنه د لا زیاتو څیړونو په خاطر جنایي تحقیقاتو څانګې ته سپارل شوي دي.
نوموړي وویل چې د نیول شوو کسانو په ډیپوګانو کې د تحریف شوي قرانکریم ۲۰۰ زره جلده نیول شوي دي .
ویاند وویل چې تحریف شوي قرانکریم نسخې مسولو ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې یو څه موده د مخه هم د تحریف شوو قرانکریم د نسخو د خپریدو نه خبر ورکړی وو. خبري رسنیو ویلي وو چې د امریکا د اومیګا ۲۰۰۱ او واین پرس
Winepress / omega2001 نشراتي ارګانونو د ( فرقان الحق ) یا ( د توحید مثلث ) تر نامه لاندې تحریف شوي قرانکریم نسخې خپرې کړي دي.
خبري رسنیو ویلي وو چې د امریکايي نشراتي ارګانونو لخوا خپاره شوي تحریف شوي قرانکریم ۷۷ سورته لري . پدې خپرو شوو تحریف شوي قرانکریم کې ډیری اسلامي عقاید مردود شمیرل شوي او خلکو ته غلط بیان شوي دي. خو تر اوسه دا لا معلومه نده چې د مکې د پولیسو لخوا نیول شوي تحریف شوي قرانکریم نسخې د یادو شوو امریکايي نشراتي ارګانونو لخوا خپاره شوي قرانکریمونه دي او که دا نور دي.
د اسلام د مبارک دین دښمنان د ډول ډول لارو او نومونو له لارې غواړي چې د اسلام مبارک دین ته زیان ورسوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه