د محمد مرسي په اړه وروستۍ پریکړه وشوه

په مصر کې محکمې لومړنی منتخب ولسمشر محمد مرسي د محکمې لخوا په ټول عمر په حپس محکوم کړې شو

305811
د محمد مرسي په اړه وروستۍ پریکړه وشوه

په مصر کې محکمې د لومړني متخب ولسمشر محمد په اړه خپله وروستۍ پریکړه واوروله.
محکمې محمد مرسي د ټول عمر لپاره په بند محکوم کړ.
په مصر کې محکمې چې ددینه وړاندې محمد مرسي په ګډون ۱۲۱ تنه د اعدام په سزا محکوم کړي ول د تایید په خاطر يي دوسیه مفتي اعظم ته استولې ده .
د مصر محکمې د مفتي اعظم د نظر د اخیستو نه وروسته نن خپله وروستۍ پریکړه اعلان کړه .
د محمد مرسي او ۱۲۱ تنو چې د جاسوسۍ او په زندانونو د چاپو په تور تورن وو نن په قاهره کې د پولیسو په اکادمۍ کې د محکمې وروستۍ جلسه وشوه. نن د سهار په وختي ساعتونو کې خبریالان د محکمې سالون ته داخل کړې شول.
همداشان محکمې ته د محمد مرسي او نورو تورنو کسانو د راوستو نه وروسته د محکمې وروستۍ جلسه پیل شوه .
د محکمې هیت چې مخکې محمد مرسي د اعدام په سزا محکوم کړی وو د مفتي اعظم د نظر د ترلاسه کولو نه وروسته محمد مرسي د ټول عمر لپاره په بند محکوم کړ. محکمې د محمد سربیره د اخوان المسلمین د رهبري شورا ریس محمد بدیع هم د ټول عمر لپاره په بند محکوم کړ.
همداشان محکمې د اخوان المسلمین د یو شمیر مشرانو په اړه بیا د اعدام حکم صادر کړ. محکمې د اخوان المسلمین د مشرانو نه د خیرات شطر او بیلتاجي په اړه د اعدام پریکړه وکړه .
د یادولو وړ ده چې محکمې د رابعه العدویه د میدان د سمبول د شهیدې اسماء پلار محمد بیلتاجي په اعدام محکوم کړ.


د محکمې مشر شعبان الشامي د محمد مرسي په اړه د پریکړې نه د مخه وویل چې په تورنو کسان لګیدلي ټول تورونه په ثبوت رسیدلي دي. نوموړي وویل چې اخوان المسلمین قصد درلود چې د دین د نامه نه په استفادې سره سیاسي قدرت ترلاسه کړي او په ملت او دولت حاکمیت پيدا کړي. محکمې ویلي دي چې د اخوان المسلمین سازمان په لبنان کې د حزب الله او په فلسطین کې د حماس ډلو ته په جاسوسۍ او د مصر د دولتي ارګانونو د تخریب په تور تورن کړل.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه