سوري مخالفینو د هیواد په سویل کې یوه لویه عسکري هډه ونیوله

د سوریې مخالفینو د هیواد په سویل کې د اسد د ځواکونو اړوند یوه لویه عسکري هډه ونیوله

299546
سوري مخالفینو د هیواد په سویل کې یوه لویه عسکري هډه ونیوله

د سوریې مخالفینو د هیواد په سویل کې د بشاراسد د رژیم ترټولو لویه عسکري هډه ونیوله.
په سوریه کې د بشري حقونو نه د څار سازمان او مخالفینو ویلي دي چې د هیواد په سویل کې د اسد د رژیم اړوند تر ټولو لویه عسکري هډه ونیوله.
ویل کیږي د اسد د ځواکونو دا ماته به د اسد په رژیم چې پدې وروستیو کې د پرله پسې ماتولو سره مخامخ کیږي فشارونه لا زیات کړي.
د رویټرز خبري اژانس ویلي دي چې د اسد رژیم د وروستۍ ماتې په اړه څه ندي ویلي . د بشري حقونو نه د څار سازمان ویلي دي چې مخالفینو د نوموړې هډې سربیره شاوخوا کلي هم نیولي دي.
د سوریې مخالفینو نه د سویلي جبهې ویاند عصام الریس خبري رسنیو ته ویلي دي چې د هیواد په سویل کې د ۵۲ م لښکر په نامه د اسد د رژیم اړوند عسکري هډه فتحه شوه.
د ویلو ده چې دا هډه د اردو او اسراییلو سره په پوله کې قرار لري. د سوريې مخالفین پدې وروستیو دریو میاشتو کې پدې توانیدلي دي چې پرله پسې لاسته راوړنې وکړي.
د بله پلوه ویل کیږي چې دا سیمه د پلازمینې دمشق سره د نږدېوالي له امله ځانګړې اهمیت لري.
سوریې دولتي تلویزیون بیا خبر ورکړی دی چې ترهګرو د هیواد په سویل کې په عسکري هډې د برید هڅه وکړه چې د اردو لخوا پرې هوايي بریدونه وشول.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه