مصر تمیز محکمې د حماس په اړه د بیړنیو حالاتو د محکمې حکم مات کړ
د مصر تمیز محکمې حماس ترهګریزه ډله نده حکم وکړ
294320
د مصر تمیز محکمې د حماس په اړه د بیړیو حالاتو د محکمې پریکړه چې حماس يي د ترهګریز سازمان په توګه اعلان کړی وو ماته کړه .
د مصر د بیړنیو حالاتو محکمې د روان کال د فبروري په میاشت کې په فلسطین کې د اسلامي مقامت غورځنګ حماس عسکري څانګه عزت الدین القسام د ترهګریز سازمان په توګه د اعلانولو پریکړه وکړه.
د حماس ډلې د بیړنیو حالاتو د محکمې په پریکړې اعتراض وکړ او د یادې شوې پریکړې د ماتولو په خاطر يي تمیز محکمې ته مراجعه وکړه.
د مصر تميز محكمې د بیړنیو حالاتو د محکمې د پریکړې د ماتولو حکم وکړ. تمیز محکمې ویلي دي چې د حماس ډله ترهګریزه نه بلکې د اسلامي مقامت یوه ډله ده .
د حماس ډلې د مصر د محکمې د پریکړې نه هر کلی کړی دی .
د یادولو وړ ده چې د مصر حکومت د سینا په ټاپو کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو پړه په حماس اچوي.