د سوریې په حلپ کې یو بل قتل عام ترسره شو.

د اسد ځواکونه په سوریه کې قتل عامونو ته دوام ورکوي

299167
د سوریې په حلپ کې یو بل قتل عام ترسره شو.

د سوریې په  حلپ کې یو بل قتل عام ترسره شو.
د اسد د رژیم پلوي جنګې چورلکو د حلپ په ښار په یوې سیمې د بیلري بمونو بریدونه ترسره کړل چې له امله يي لږ تر لږه ۵۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د اسد پلوی جنګي چورلکو تیره ورځ هم په حلپ کې په یو جومات د بیلري بمونو برید کړی وو چې له امله يي ۳ تنه مړه او ۱۰ تنه ټپیان شوي ول.
د یادولو وړ ده چې په سوریه کې مخالفینو په حلپ کې د اسد د ځواکونو اړوند وروستي عسکري هډه هم ونیوله. په سوریه کې داعش د نیمايي نه د زیاتې برخې کنټرول په لاس کې لري. همداشان د سوریې مخالفین هم د هرې ورځې په تیریدو سره پرمختګ ته دوام ورکوي. د سوریې ولسمشر بشار اسد د هرې ورځې په تیریدو سره لا پسې د فشارونو لاندې راوستل کیږي.
د بله پلوه د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو اړوند جنګي الوتکو د سوریې د دیروزور په ښار کې د داعش په یو کتار هوايي برید وکړ چې له امله يي په لسګونو تنه د داعش جنګیالي وژل شوي دي .
د داعش ډلې بیا د سوریې د حلپ په شمال کې د خاصجي او ګرناتا کلي چې د مخالفینو تر کنټرول لاندې ول نیولي دي. همداشان داعش د شیهبا د بند د نیولو نه وروسته د ماري د ولسوالۍ د نیولو په خاطر په برید پیل کړی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه